د کیفیت لوړاوی آمریت

لنډه پیژندنه

د کیفیت دوامداره لوړاوی د اعتبار اخستنی، شفافیت، حساب ورکونی، ارزونی او ارزښت معلومونی لپاره د هیواد د لوړو زده کړو وزارت ټولو اړوندو بنسټونو لپاره حتمی بلل کیږی، د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونی برنامه د هیواد په ټولو پوهنتونونو او لوړو زده بنسټونو کښی یو ډیره مومه موضوع ده چی په ځینو هیوادونو کی حتمی ګڼل کیږی. دا پروسه له ډیره وخت راپه دیخوا د هیواد په ډیرو پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو کی فعاله ده.

فراه د لوړو زده کړو موسسی د کیفیت لوړاوی آمریت د زده­کړی د سطحی لوړوالی او د کیفیت غوره والی په موخه فراه د لوړو زده کړو مؤسسی کښی په ۱۴۰۰ هـ ل کال منځ ته راغی او د علمی او محصلانو چارو معاونیت تر چتر لاندی فعالیت کوی. چی اصلی موخه یی په ملی او بین المللی سطح  علمی زده کړییزه، تحقیقی او اداری  اعتبار اخیستنه، د ګټوری زده کړی لپاره د مناسب چاپیریال برابرول او د محصلانو او فارغینو د وړتیا لوړوای او په همدی ډول یاد آمریت د زده کړییزو سمینارونو او ورکشاپونو له لاری د خپلو علمی کادری غړو د زده کړییزو او تحقیقی وړتیاوو لوړاوی په برخه کی کار کوی.

ټکلو موخو ته د رسیدلو لپاره یی د مؤسسی په سطح د کیفیت لوړاوی اصلی کمیټه د علمی او محصلانو چارو معاون په مشری او د هری پوهنځی په سطح یی مختلیفی فرعی کمیټی منخته راوړی او په عملی بڼه خپل کار کوی. یاد آمریت د فراه لوړو زده کړو مؤسسی د علمی او تحقیقی برنامو د نظارت او ارزونی دنده هم پر غاړه لری، وروسته له دی چی دا آمریت منځته راغلی دی  په ډیری لنډی مودی کی یی ډیری لاسته راوړنی هم لرلی. چی د هغوی له چملی دا لاندی لاسته راوړنی یادولی شو:

  1. د استادانو انفرادی پلانونو تطبیق.
  2. په ټولو علمی برنامو کښی د تدریس ښه والی پلان تطبیق.
  3. په هر سمستر کی له تدریس نه ګټوره ارزونه .
  4. د مؤسسی په سطح د اصلی کمیټو او د پوهنځی په سطح د فرعی کمیټو څخه ګټوري ارزونی .
  5. د فراه لوړو زده کړو مؤسسی په سطح ورکشاپونه او سمینارونه نیول.
  6. هر کال ددی مؤسسی د مختلفو پوهنځیو دوره ای مرور کول.
  7. ددی مؤسسی د ټولو علمی برنامو دکلنی ارزونی ترسره کول.
  8. د د اعتبار ورکولو لومړی پړاو تر لاسه کول.
  9. د اعتبار ورکولو دوهم پړاو ته نوماند کیدل.
  10. د یادی مؤسسی په ټولو علمی بنامو کی د کردیت سیستم پلی کول.
  11. د پوهنځیو په استراتیژیکو پلانونو په جوړولو کښی له ټولو پوهنځیو سره مرسته.
  12. د ټولو اصلی کمیټو  او په خاص ډول د تحقیق، نصاب، استراتیژیک پلان او نورو کمیټو سره مرسته .

فراه لوړو زده کړو مؤسسی د کیفیت لوړاوی آمریت موخی

د فراه لوړو زده کړو مؤسسی په ټولو سطحو کښی، ټولی پروسی او د کیفیت د لوړوای د غوروالی د افغانستان اسلامی امارت د احکامو په رڼا کی تر سره کیږی.

  1. د ملی او بین المللی معیار­ونو سره سم زده­کړییز کیفیت لوړاونه.
  2. د یادی مؤسسی د زده کړییزو برنامو او نورو فعالیتونو لپاره د ګټوری ارزونی سیستم منځته راوړل.
  3. د زده کړییزو مهارتونو د لوړاوی په موخه د زده کړییزو پړاوونو منځته راوړل.
  4. په مختلفو برخو کی د تحقیقاتو ریواجول او له هغوی همایت کول.
  5. د داخلی پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو سره اړیکی نیول او له هغوی سره د  معلوماتی زیرمو او علمی تجربو شریک کول.
  6. د مؤسسی په سطح د علمی برنامو کلنی ارزونه او دوره ای مرور تر سره کول.
  7. د مؤسسی په سطح د کیفیت لوړاوی سره د ټولو بلدتیا.
  8. د اعتبار ورکونی د پړاونو تر لاسه کول او اکاډمیک سند ساتنه.
  9. دمحصلانو او فارغانو لپاره د ګټورو زده کړییزو شرایطو برابرول او د هغوی د وړتیاوو زیاتوالی.
  10. د کیفیت لوړاوی آمریت د دندو لایحه
  1. ملی او بین المللی معیارونو ته د رسیدو په موخه د تحصیلی بنسټونو د کیفیت لوړاوی تشویق، ترغیب، تیزوالی او غوره والی.
  2. د وزارت د استراتیژی او سنجول شوو موخو ته د رسیدو په موخه  د ریاست پلان مطابق د کلنی، دری میاشتنی او میاشتنی پلانونو ترتیب.
  3. د تحصیلی بنسټ د د کیفیت لوړاوی اصلی کمیټی سره په ګډه د تحصیلی بنسټ په ټولو کارونو په خاص ډول د زده کړییزو برنامو او اعتبار اخیستنی په لړ کی هر اړخیزی مرستی.
  4. ټاکلو موخو ته د رسیدو په لپاره تر لاس لاندی کارکونکو رهبری او مدیریت او د هغوی د زده کړییز مسلک لوړاوی.
  5. د ورته فعالیتونو د اسانتیا او د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونی د ګټورو سیستمونو پلی کولو په موخه د ریاست د ټولو څانګو سره اړیکی ټینګول.
  6. د اعتبار ورکونی پروسی او د بیاکتنی کارونو د اسانتیا لپاره د ملی او بین المللی معیارونو په نظر کی نیولو سره د کیفیت لوړاوی دکتنی د فارمتونو جوړول.
  7. د اعتبار اخیستنی په لړ کی د ځای کتنی، ځان ارزونی او نورو اړمنو برنامو ته اماده کیدل.
  8. د وزارت د استراتیژی د تطبیق په موخه د کیفیت لوړاوی آمریت د کاری میکانیزمونو او طرزالعملونو په جوړولو کی له رئیس سره مرسته، او د کارونو په تر سره کولو کی د شفافیت راوړلو په پار کارکونکو ته لازمی لارښونی کول.
  9. د خپل ارزونی دکتنی د میکانیزم او طرزالعمل د منځته راوړلو او همدارنګه په دولتی پوهنتونونو کی د اعتبار ورکونی د ټولو پړاونو دګټور پلی کولو په برخه کی د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونی رئیس ته مشوره ورکول.
  10. په دولتی پوهنتونونو کی د خپل ارزونی د کتنی د برنامو او  د اعتبار ورکونی د ټولو پړاوونو د برنامو د تطبیق په موخه کتنه.
  11. په پروسه کی د شفافیت د منخته راوړلو په موخه په دولتی پوهنتونونو کښی د خپل ارزونی د کتنی له پروسی نه ساتنه کول.
  12. په دولتی پوهنتونونو کښی د عملیاتی پلانونو او اعتبار ورکونی ټولو پړاونو د کتنی ستونزی او خنډونه په ګوته او همدارنګه په دی اړه د پوهانو د راپورونو څیړنه.
  13. د لاس لاندی کارکوونکو د کارونو د ښه پایلو او وروستیو تدابیرو نیولو په موخه د هغوی د کارونو د کیفیت ارزونه او کنترول.
  14.  د آمریت له ډیتابیس نه دوامداره کتنه کوم چی د احصائی او اعمارو پر بنست ولاړ دی.
  15.  د قانون په چوکاټ کی د دندی اړوند ټولو دندو او هغوی ته ورته نوری دندی ترسره کول کوم چی د وزارت د موخو د ترلاسه کولو په موخه د اړوندو آمرینو له خوا سپارل کیږی.
  16.  د کلنی کتنی او علمی برنامو دوره ای مرور د پالیسی د عملی کولو په برخه کی همکاری او د کیفیت لوړاوی او اعتبار ورکونی  ریاست ته د عمومی راپور لیږل.