د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د عربي ژبې یو کلن کورس پیل شو.

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۲۲
د عربی کورس

د څېړنو او علمي مجلې آمریت او PDC آمریت په نوښت د فراه لوړو زده کړو مؤسسې لسو تنو استادانو ته د عربي ژبې زده کړې یو کلن کورس پرانیستل شو.

د کورس پرانیسته د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

وروسته د څېړنې او علمي مجلې آمر پوهنیار محمدحسین میاخېل لنډه وينا وکړه او زياته يې کړه، چې ياد کورس د استادانو د غوښتنې او څېړنیزې نیازسنجۍ په اساس په لاره اچول شوی او د استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د عربي ژبې د غوره زده کړې يو اساسي رول لري او په ډېرو څېړنیزو برخو کې ورته اړتیا لیدل کېږي.

او په پای کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني د عربي ژبې د ارزښت او اهمیت په هکله د کورس په پرانیسته کې هر اړخیزه وینا وکړه او د څېړنې آمریت او PDC آمریت دغه نوښت یې د څېړنیزو چارو ترسره کولو او نورو علمي چارو لپاره اړین وباله.
چې تر پرانیستې وروسته رسماً د کورس ښوونېز بهیر پیل شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کورس ښوونېزې چارې د يادې مؤسسې رئیس مولوي سمیع الله حقاني له لوري ترسره کيږي.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته