بیولوژي څانګه

لید

د بیولوژی څانګه غواړي چې د معیاري او علمي تدریس، اغېزمنو څېړنو او د ژمنو متخصصینو د روزنې له لارې، د پوهنځي د اهدافو په رڼا کې، د ټولنې په کچه د بیولوژی د زده‌کړې او څېړنې یو باوري علمي مرجع شي.

ماموریت

د بیولوژی څانګه ژمن دی چې د نوو تدریسي میتودونو په کارولو، معیاري علمي څېړنې، د محصلینو د عملي مهارتونو پیاوړې کول او له علمي او صنعتي بنسټونو سره په همکارۍ سره، وړ، ابتکاري او مسؤل متخصصین وروزي ترڅو د زده‌کړې، څېړنې او د ټولنې د پایدار پرمختګ کیفیت لوړ کړي.

ارزښتونه

  1. د اسلامي او ملي قوانينو او اصولو بشپړه پابندي او درناوی.
  2. د هغو وړ اشخاصو روزنه چې لازمې ښوونیزې وړتیاوې ولري او وکولای شي مضمون په ښوونځیو کې په معیاري ډول تدریس کړي.
  3. د بااستعداده ځوانانو لېږل بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده‌ کړو د ماستري او دوکتورا برنامو لپاره.
  4. په هر کال کې د یوه ملي کنفرانس ترسره کول.
  5. په هر کال کې لږ تر لږه درې ځوان کادرونه بهرنیو هېوادونو ته د دوکتورا دورې سپری کولو لپاره لېږل.
  6. د ځوانو څېړونکو شمېر زیاتول.
  7. د نظري تدریس تر څنګ د عملي تدریس د زمینه برابرول.

موخې

د بیولوژی د څانګه د راتلونکو پنځو کلونو موخې په لاندې ډول دي:

1. د یو ارام او مناسب چاپېریال رامنځته کول د تدریس، څېړنې او بډایه او لوړ کیفیت زده‌کړې لپاره د بیولوژی په بېلابېلو برخو کې د ټولو محصلانو لپاره، د لاندې لارو چارو له لارې:

  • د معاصر او پرمختللي نصاب معرفي کول؛
  • د درسي کتابونو، لکچر نوټونو چمتو کول او د داخلي او خارجي معتبرو مراجعو پیژندنه او لاسرسی محصلانو ته برابرول؛
  • په هر صنف کې د محصلانو د رهبري لپاره استادانو ګومارل؛
  • د ټولو محصلانو او استادانو لپاره د یوې بډایه او د لاسرسي وړ کتابخانې (Hard books او Soft books) جوړول.

2. د تدریس، څېړنې او زده‌کړې د کیفیت پرمختګ او ښه والی د لاندې مرحلو له لارې:

  • د څانګه د استادانو د علمي کچې لوړه‌ول تر ماستري او دوکتورا پورې؛
  • استادان د عصري او پرمختللو تدریسي میتودونو سره بلدول؛
  • د استادانو ګډون په سیمینارونو، ورکشاپونو او ښوونیزو کورسونو کې؛
  • د بهرنيو ژبو د زده‌کړې د فرصتونو برابرول؛

3. د معاصرې ټکنالوژۍ او تعلیمي پروګرامونو سیسټماتیک استعمال ته زمینه برابرول.

4. د پوهنځي او پوهنتون له ادارو څخه د استادانو د علمي کچې د لوړولو لپاره د لنډمهالو او اوږدمهالو بورسونو غوښتنه.

5. د وړتیا، علمي شایستګۍ، تخصص او اخلاقو پر بنسټ د نوي نسل د بااستعداده او وړ استادانو جلب او جذب، نه د تعصب، تبعیض، شخصي علاقو او شخصي سلیقو پر بنسټ.

6. د بیولوژی د لابراتوار د جوړولو او د معاصر ټکنالوژۍ په تجهیزاتو د سمبالولو غوښتنه.

7. د درسي موادو د ارائه لپاره د پاورپواینټ پریزنتېشنونو جوړولو ته هڅې.

 

د استادانو احصائیه

نوم او تخلص

تحصیلی کچه

د تخصص رشتۀ

علمی رتبۀ

کاری تجربۀ

مصطفی کلانتری

ماستر

جنتیک

پوهنیار

10 سال

فرزاد رحیمی

درحال تحصیل

جنتیک

نامزد پوهنیار

6 سال

 

 

 

 

د محصلینو  څلور وروستی کلونو منفکی او تاجیلی احصائیه 

کال

جدیدالشمول

منفک

د منفک فیصدی

تأجیل

د تأجیل فیصدی

۱۴۰۴

۱۴

۱

۷.۱٪

۰

۰٪

۱۴۰۳

۱

۰

۰٪

۱

۱۰۰٪

۱۴۰۲

۱۳

۱

۷.۶٪

۰

۰٪

۱۴۰۱

۲۳

۱

۴.۳٪

۰

۰٪

۱۴۰۰

۵۳

۴

۷.۵٪

۱

۱.۸٪