د عامه ادارې څانګه
پیژندنه
د عامه ادارې څانګه د مدیریت او عامه چارو په برخه کې د متخصص بشري ځواک روزي او موخه یې د دولتي مدیریت په برخه کې له نظري پوهې او عملي مهارتونو سره د محصلینو سمبالول، د رهبرۍ او پرېکړې نیولو مهارتونو پراختیا او په هغوی کې د ټولنیزې او اخلاقي ژمنتیا پیاوړتیا سره مسلکی کادرونه وروزي. د عامه ادارې څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی چوکاټ کې په ۱۴۰۲ ه ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د ۳/۱۱/۱۴۴۴ مطابق ۲/۲/۱۴۰۲ نیټې او (۸) شمیره غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د پراختیا محترم ریاست د ۴/۱۱/۱۴۴۴ نیټې او (۱۰۶۹) ګنې مکتوب او مصوبې په اساس د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې ایجاد شوه.
د عامه ادارې څانګې لیدلوری
ماموریت
دعامه ادارې څانګې موخې
- د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړول؛
- په څانګه کې د ټکنالوژۍ پراختیا؛
- د ځانګړي اداري او تدریسي شعباتو درلودل؛
- د متخصص بشري ځواک روزنه او پالنه؛
- د علمي څېړنو پراختیا او هڅونه؛
- ټولنیزې پراختیا ته ژمنتیا او په پیاوړتیا کې یې برخه اخیستل؛
- د اخلاقي ارزښتونو او مسؤلیت منلو پیاوړتیا؛
- له پوهنځي سره د اعتبارنامې په تر لاسه کولو کې همکاري؛
- له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره همکاري او علمي هوکړه لیکونه لاسلیک کول.
د عامه اداري څانګي ارزښتونه
د عامه ادارې څانګه خپل رسالت، لیدلوري او موخو ته د رسېدو په لاره کې تل د لاندې ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده:
- د اسلامي، ملي او اکادمیک ارزښتونو احترام او ساتنه؛
- په اداري او علمي چارو کې ریښتینولي، نوښت او خلاقیت؛
- په اداري سیستم کې د پرمختللې تکنالوژۍ کارونه؛
- د شایسته سالارۍ اصل په نظر کې نیولو سره د مسؤلیت منل او حساب ورکول؛
- د مسلکي اصولو او اخلاقو په رڼا کې د علم او عالم درناوی؛
- شفافیت، ټیمي کار او مؤثره رهبري.
د عامه ادارې څانګې تشکیلاتي چارت