د عامه پالیسۍ څانګه
پېژندنه
عامه پالیسي د حکومت له هغو پرېکړو څخه عبارت ده چې د مشخصو اهدافو او موخو د ترلاسه کولو لپاره يې تر سره کوي. دا یوه نوې څانګه ده چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د شمالي امریکا او اروپا کې رامنځته شوه. د دې څانګې موخه د حکومت او خلکو ترمنځ د اړیکو څېړنه ده. د بېلابېلو هېوادونو د ستونزو زیاتېدو او د عامه سکتور پراختیا پوهنتونونو کې د څېړونکو د علاقې زیاتېدو سبب شوه چې عامه پالیسي د یوې نوې او مهمې څانګې په توګه وپېژندل شي.
د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د حکومتونو په رول او ونډې کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي پالیسۍ جوړونه او پلان جوړونه ځانګړې اهمیت ترلاسه کړی. عامه پالیسۍ جوړونه یوه پېچلې او مهمه پروسه ده چې په هغيکې د دولتي ادارو ترڅنګ، د ټولنې او خلکو ونډه هم خورا اړینه ده. د نړیوالتوب او مالي سرچینو کموالی د پالیسۍ جوړونې پروسه لا پېچلې کړې ده، چې په داسې حالت کې د اغېزمنو او ګټورو پالیسيو اړتیا زیاته شوې ده.
په افغانستان کې د عامه پالیسۍ څانګه د لوموړي ځل لپاره د ۱۳۹۰ لمریز کال په جریان کې د کابل، ننګرهار او بلخ پوهنتونونو د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو په چوکاټ کې تاسیس شو. وروسته بیا دغه څانګه په ۱۴۰۲ کال کې د هرات پوهنتون او د فراه د لوړو زده کړو موسسې په پوهنځیو کې رامنځته شو.
لیدلوری:
د عامه پالیسۍ څانګه هڅهکوي چې په ملي کچه د علمي او مسلکي فعالیتونو د مرکز په توګه وپېژندل شي. موخه یې د ښې حکومتوالۍ، اغېزمنو پالیسيو جوړونې او له فساد څخه پاکې ادارې جوړول دي.
ماموریت:
د عامه پالسي څانګه د معیاري تدریس، علمي څېړنو، نوښت او عصري ټکنالوژۍ په وسیله په هېواد کې د پالیسۍ جوړونې، ښې حکومتوالۍ او ادارې د پرمختګ لپاره د اړتیاوو پربنسټ په اسلامي اخلاقو او ارزښتونو سمبال، ژمن، متخصص او خلاق کادرونه روزي.
موخې:
- ټولنیزې ستونزې تحلیل او حل کول
- د عامه پالیسيو په برخه کې څېړنه او نوښت
- د عامه سرچینو مدیریت لوړول
- د دولتي او حکومتي ظرفیتونو پیاوړتیا
- د عدالت او ټولنیز مساوات پالیسۍ ملاتړ
- اقتصادي او ټولنیزو پالیسيو پراختیا
- د عامه اداراتو کي د پالیسي جوړولو لپاره د مسلکي کادرونو روزل او تربیه کول
ارزښتونه:
- د اسلامي عقایدو او ملي ارزښتونو پابندي
- د خدمتونو په وړاندې کولو او پالیسۍ جوړونه کې اغېزمنتوب
- په پالیسۍ جوړونه کې د خلکو او ادارو ګډون
- په عامه پالیسۍ جوړونه کې نوښت او خلاقیت
- د ټولنیزو او حکومتي چارو لپاره صداقت، امانتداري او اکاډمیکې آزادۍ ته ژمنتیا