د کرهڼې پوهنځي
پېژندنه
فراه د لوړو زدهکړو مؤسسهٔ د افغانستان په کچه یو له علمي او څېړنیزو مرکزونو څخه دی چې په (۱۳۹۱ هـ .ش) کال کې تاسیس شوې دی. د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د تخنیکي، مسلکي او متخصصو افرادو د کموالي، د زراعتي او حیواني تولیداتو د لوړولو او اړوندو ستونزو د حل په موخه، د زراعت پوهنځی د لوړو زدهکړو وزارت له منظوري وروسته په (۱۳۹۲ هـ .ش) کال کې فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې په چوکاټ کې تاسیس شوو.
د دې پوهنځي د تأسیس موخه د کرنې په برخه کې د څېړونکو، تخنیکي او مسلکي کارپوهانو روزل، د طبیعي شتمنیو څخه علمي ګټه اخیستنه، د مدرنو کرنیزو علومو څیړنه او ترویج، مسلکي مهارتونو لوړول، په کرنیزو چارو کې نوښت، د کرنيزو استراتیژیو جوړولو کې برخه اخیستل او د دوامدار کرني لپاره د علمي کادرونو روزل دي.
دا پوهنځی اوس مهال دوه فعال ډیپارټمنټونه لري چی عبارت دی له اگرانومي او کرنیز اقتصاد او توسعه څانګي. د (۱۳۹۶ هـ .ش) کال نه مخکې، کرنې پوهنځي ته د کانکور د آزموینې له لارې محصلین په عمومي ډول جذبېدل او تر څلورم سمسټر پورې یې عمومي زدهکړې کولې چي له څلورم سمسټر څخه وروسته زده کړيالانو د خپلو علاقو او د پوهنځي د داخلي لوایحو او مقرراتو له مخې اړوندو ډیپارټمنټونو ته پيژندل کېدل. له نیکمرغه په دی وروستیو کلونو کې، ډیپارټمنټونو ټاکنه د کانکور د آزموینی له لارې تر سره کیږي، چي زده کړيالان د خپل د خوښي وړ څانګه انتخابوی او د بریاليتوب څخه وروسته د خپلې خوښې ډیپارټمنټ ته معرفي کېږي.
د دې پوهنځي د تأسیس راهیسې د اگرانومي او د کرنیز اقتصاد او توسعه له ډیپارټمنټونو څخه ټوټال (۵۷۸) تنه زده کړيالان د لیسانس په کچه فارغ شوي دي. چي لومړۍ دوره په (۱۳۹۶ هـ .ش) کال کې له همدی پوهنځی څخه فارغ کړل شول. د دې پوهنځي زیاتره فارغین د فراه ولایت، ګاونډیو ولایاتو، د هیواد مرکز او شمالي ولایتونو کې په مسلکي دندو بوخت دي او خپلو هیوادوالو ته زراعتي خدمات وړاندې کوي. یو شمېر فارغین په دی وروستیو کې د لوړو زدهکړو په موخه بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.
د وخت او د ټولنې د اړتیاوو له مخې، د (۱۴۰۳ هـ .ش) کال لپاره د بڼوالي او نباتاتو ژغورنی ډیپارټمنټونه د عالي شورا په بورد کې تایید او منظور شوي دي. سربېره پر دې، کرنې پوهنځي هڅه کوي چې په راتلونکي کي د خاورې پېژندنې، ځنګلدارۍ او طبیعي سرچینو، د حیوانی علومو او د خوراکي موادو ټکنالوژۍ ډیپارټمنټونه هم فراه لوړو زدهکړو موسسې او د لوړو زدهکړو وزارت په همکارۍ د دي پوهنځی په چوکاټ کي ایجاد کړي.
لیدلوری
د کرنې پوهنځي د خپلو علمي او څړنیزو فعالیتونو له لارې هڅه کوي چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مسلکي او متخصص کادرونه وروزي ترڅو د ټولنې اړتیاوې پوره کړي او د هیواد په کچه د تحصیلي موسسو په منځ کې د مخکښو کرنیزو پوهنځیو په توګه وپیژندل شي.
ماموریت
د پوهنځي ماموریت په کرنه کې د مسلکي او متخصص اشخاصو روزنه او په دې برخه کې د موجوده ننګونو لپاره د مخکښو حللارو په اړه څیړنه کول دي. پوهنځی دا دنده د نباتاتو علومو، باغدارۍ، ترویج، مالدارۍ، د نباتاتو ساتنې او نورو څانګو د پراختیا لپاره د قوي ژمنتیا سره ترسره کوي ترڅو غوره پایلې ترلاسه کړي.
ارزښتونه
۱. د اسلامي، ملي او اکاډمیک ارزښتونو درناوی او ساتنه؛
۲. ښه او اغیزمن مدیریت؛
۳. په کارونو کې روڼتیا او وضاحت؛
۴. د هر ډول فساد مخنیوی؛
۵. د اسلامي قوانینو پر بنسټ له خلکو سره ښه روحیه او اخلاق؛
۶. متدین، وفادار او د هیواد د لوړو زده کړو ارزښتونو ته ژمن.
اهداف
د فراه د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځی په دې باور دی چې د خپل ماموریت او لیدلوري سره سم په راتلونکو پنځو کلونو کې به لاندې اهدافو ته ورسیږي:
۱. د ټولنې د اړتیاوو له مخې د لیسانس په کچه د علمي او مسلکي کادرونو روزنه؛
۲. د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو په پروسه کې له ادارو سره همکاري؛
۳. د ټولنې د اړتیا وړ علمي او څیړنیزو پروګرامونو جوړول او پراختیا؛
۴. د کمیت او کیفیت له پلوه د زیربنایي تاسیساتو پراختیا او وده؛
۵. د دې پوهنځي د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره له تحصیلي او غیر تحصیلي ادارو سره د شراکتونو او تفاهم لیکونو ګټه اخیستنه؛
۶. د کیفیت ښه والي او مسلکي کولو په موخه د استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړول.
په پوهنځۍ کې فعالې کمېټې
۱. د کیفیت لوړولو کمېټه؛
۲. د څېړنې کمېټه؛
۳. د فرهنګی، نشراتو او ورزشی کمېټه؛
۴. د نظم، ډیسپلین او شکایتونو اورېدلو کمېټه؛
۵. د آزموینو کمېټه؛
۶. د نصاب او درسي کریکولم کمېټه؛
۷. د محصلانو کمېټه؛
۸. د ستراتیژیک پلان کمېټه؛
۹. د بریښنایی زده کړو کمېټه.
تجهيزات او امکانات
۱. د تدريس او اداري چارو لپاره دوه پوړيزه ودانۍ؛
۲. تجربه لرونکي استادان د ماسټرۍ تر کچه؛
۳. د پوهنځي په کچه کتابتون؛
۴. ۱۴۰ هکتاره څېړنيز فارم؛
۵. معياري صنفونه مجهز په پروجیکټرونو، LCD، سپین تخته، د خطابه میز او چوکی؛
۶. د پوهنځي کچه د انټرنیټ شتون؛
۷. ۲۴ ساعته لمريزه برښنا؛
۸. د پوهنځي په کچه مجهز لابراتوار.
څانګې