د اسلامي زده کړو څانګه

پېژندنه

د اسلامي زده کړو څانګه د شرعياتو پوهنځي د هغو فعالو څانګو څخه ده چې په ۱۴۴۴ هـ ق کال کې د پوهنځي د جوړېدني سره هم مهاله جوړ شوه.

په ياده څانګه کې اته تنه استاذان د ماسټرۍ په کچه ګمارل شوي دي چې همدا اوس په تدريس او نورو اکاډميکو خدمتونو بوخت دي.

د اسلامي زده کړو څانګه نوې جوړه شوې ده ځکه نو فارغين نه لري خو د اوس لپاره په لومړي صنف کې تر ۲۰ نفرو ډېر محصلين زده کړي پکې کوي او د مراجعينو د ډېروالي له کبله به ډېر ژر فارغين هم ولري.

دا څانګه ډېر ښکاره موخي لري چې په اسلامي او افغاني ټولنه کې د اړتيا سره سم د اسلامي روحيې ژوندي کول يې مهمه موخه ده؛ يادي موخي ته د رسېدلو لپاره خپل نصاب پر مخ وړي تر څو رښتيني ښوونکې او روزونکې ټولني ته وړاندي کړي.

ليدلوری

د داسي متخصصو کادرونو روزنه چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي چې د صحي اسلامي زده کړو د عملي بېلګو  په توګه د افراط او تفريط څخه ليري د دنیا او آخرت د نيکمرغۍ ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

دنده

د اسلامي شريعت په برخه کې د سمې پوهې او مسلکي مهارتونو په لرلو سره د وړ کادرونو روزنه چې د افغاني ټولنې د نمونې په توګه د ايمان او عقيدې علمي پېژندني سره په مربوطه حوزه کې وګمارل شي او ټولني ته د خدمت جوګه وګرځي.

موخې

۱ ـ د پوهنې د محترم وزارت لپاره د مسلکي او متخصصو ښوونکو روزنه؛

۲ ـ د تدریسي استعداد او مسلکي کارکوونکو د وړتیا وده؛

۳ ـ د وطن دوستۍ او سوله ایز ژوند د احساس پیاوړتیا؛

۴ ـ د ښوونې او روزنې لپاره د دیني علومو د مسلکي استادانو د کمښت حل؛

۵ ـ د پوهنتونونو او خصوصي دیني مدرسو ترمنځ د اړیکو رامینځته کول.