د صحت کمیټې له خوا د وینې ګروپونو تعینولو تر عنوان لاندې سمينار وړاندې شو!

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۴۲
photo

د سه شنبه ورځ په ۱۴۴۵/۵/۱۴ نېټه د صحت کمیټې غړي ښاغلي شاه محمد لخوا د (د وینې ګروپونو تعیینول) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.

د یاد سمینار موضوع د صحت کميټې مسئول ښاغلي پوهنیار نظیف الله مهین لخوا نوموړي ته ورکړل شوې وه، چې د یو شمېر استادانو او محصلانو په حضور کې وړاندې شوه.

ښاغلي شاه محمد په پيل کې د وینې ګروپونو، د ګروپونو د ټاکلو طریقه او د وینې انتقال په هکله  هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، وروسته یې په عملي ډول د څو کسانو د وینې ګروپونه مشخص کړل.

د صحت کمیټې مسئول او استادانو د نوموړي کړنې وستایلې او د ژوند په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه. سمینار د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسید.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته