اسلامي علومو او فرهنګ څانګه
لرلید
د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه هڅه کوي، چې د تدریس او څېړنې(تحقیق) پروګرامونو له لارې، د ټولنې پر علمي، تعلیمي، روزنیرې او کلتوري کچې په پیاوړتیا او پرمختګ کې ګټور رول ولوبوي.
رسالت
د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه ځان ژمن او مکلف ګڼي، چې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو لپاره د مسلکي او متخصصو ښوونکو د روزنې، د ټولنې د اړتیاوو د له منځه وړلو لپاره دمعیاري علمي څېړنو د ترسره کولو او دمعیاري او مسلکي زده کړو په موخه د تدریس له نویو لارو( میتودونو) څخه د ګټې اخستنې په خاطر، د باکیفیته لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
ارزښتونه
- د اسلامي ارزښتونو او انساني کرامت ساتنه؛
- ملي او سیمه ییزو ارزښتونو ته درناوی؛
- د خدمتونو په وړاندې کولو کې په دوامداره شکل د کیفیت لوړول؛
- امانتداري او راز ساتنه؛
- صداقت او متقابلو همکاریو ته ژمنتیا؛
- د څېړنیزو اخلاقو ساتنه.
د څانګې موخې
- د علمي او مسلکې کسانو روزنه: د ټولنې اړتیاوو ته په کتو سره، په لېسانس کچه د علمي او مسلکي کسانو روزنه؛
- د تدریس کیفیت لوړول: د تدریس په پروسه کې د عصري درسي وسایلو او ټکنالوژۍ په کارولو سره د تدریس د کیفیت لوړول؛
- د استادانو ظرفیت لوړول: د بورسیو له لارې د څانګې د علمي کادر غړو د تحصیلي درجې لوړول؛
- علمي څېړنو ته هڅونه: د ټولنې سوکالۍ ته د لا ډېر خدمت په موخه، استادان علمي څېړنو ته هڅول؛
- هر اړخیزه همکاري: د پوهنځي د موخو(اهدافو) د لاسته راوړلو لپاره هر اړخیزه همکاري؛
- د اعتدال روحیه: د ټولنې له افرادو سره په چلند کې، د دین د اصلي منابعو پر بنسټ محصلین د اعتدال له روحیې سره اشنا کول.