د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي

سریزه

عامه اداره او پالیسي پوهنځی د علمي او عملي چارو یوه مهمه څانګه ده چې د دولت او عامه ادارو د فعالیتونو، پالیسیو، او خدمتونو د مدیریت او ارزونې په برخه کې مسلکي کادرونه روزي. د دې پوهنځي هدف د حکومت د پروګرامونو او خدماتو د مؤثریت، شفافیت، او حساب ورکونې لوړول دي. د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی د محصلینو لپاره داسې مهارتونه او پوهه وړاندې کوي چې له لارې یې د ټولنې د اړتیاوو او چیلنجونو په وړاندې مؤثر ځوابونه وړاندې کړي. په دې توګه، د دې پوهنځي زده کوونکي نه یوازې د کاري بازار لپاره چمتو کیږي، بلکې د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د کیفیت په لوړولو کې هم فعاله ونډه اخلي.

د عامه ادارې د پوهنځي په چوکاټ کې د حکومت د پالیسیو د جوړولو، د پروګرامونو د ارزونې، او د ټولنیز عدالت د ترویج لپاره د نوښت او خلاقیت ترویج ته ځانګړی پام کیږي. د دې پوهنځي زده کړې د علمي څیړنو، عملي تجربو، او د سیاست جوړونې په برخو کې د نوښتونو له لارې د عامه خدمت د کیفیت او مؤثریت لوړولو کې مرسته کوي. په ټوله کې، عامه اداره او پالیسي پوهنځی د یوې جامع او علمي بنسټ سره د خلکو خدمت کولو او د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمې لاري چاري وړاندې کوي.

تاریخچه

د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورای د ۳/۱۱/۱۴۴۴ مطابق ۲/۲/۱۴۰۲ نیټې او (۸) شمیره غونډه کې د دوو څانګو (عامه اداره او عامه پالیسي) په درلودلو سره او لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د پراختیار محترم ریاست د ۴/۱۱/۱۴۴۴ نیټې او (۱۰۶۹) ګڼې مکتوب او مصوبې په اساس د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې ایجاد شوه.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د کانکور د آزموینې له لارې په دوړاو څانګو د ۸۰ کس نارینه محصلین جذب کړل، چې د ۱۴۰۳ هـ کال په لومړي سمستر کې د یادو محصلینو له ډلې څخه یې ۶۰ کسان په ټولګي کې برحال دي او د مسلکي استادانو له لوري ورته تدریس کیږي. یاد پوهنځي په همدې کال کې د عامه ادارې څانګې علمي کادر ته درې تنه د لیسانس په استادان او د عامه پالیسي څانګې علمي کادر ته د لیسانس په کچه دوه تنه مسلکي استادان جذب کړل، چې اوس مهال په تدریسي او علمي څېړنو بوخت دي.

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د علمي کادر غړو معرفي

شمیره

نوم

د پلار نوم

علمي رتبه

تحصیلي رتبه

څانګه

د تقرر نیټه

ایمیل آدرس

1

حمیدالله رحیمي

محمدامین

نوماند پوهنیار

لیسانس

عامه اداره

2/2/1446

 

2

نقیب الله امیري

عبدالحبیب

نوماند پوهنیار

لیسانس

عامه اداره

16/2/1446

 

4

عصمت الله نیکزاد

عبدالسلام

نوماند پوهنیار

لیسانس

عامه پالیسي

2/2/1446

 

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي امکانات

دا چې د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی یو نوی تأسیس شوې پوهنۍ ده نو په همدې اساس اختصاصي کتابخانه نه لري، اوس مهال د کرنې پوهنځي بلاک کې موقعیت لري او لله الحمد اداري او تدریسي خونې یې په پرمختللو وسایلو او امکاناتو سره مجهز دي.

 

څانګې

  1. عامه اداره
  2. عامه پالیسۍ

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي تشکیلاتي چارت

 

 

 

د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي فعاله کمیټې

 

ارتباطي لارې