د مالي او اداري چارو معاونیت

د مالي او اداري چارو معاونیت د فراه پوهنتون له دوو اساسي معاونیتونو څخه یو معاونیت دی چې د پوهنتون د مالي او اداري چارو د تنظیم، مدیریت او څارنې مسئولیت پر غاړه لري. دغه معاونیت هڅه کوي چې د پوهنتون ټولې مالي او اداري چارې په اغېزمن، منظم او شفاف ډول مدیریت او رهبري کړي.

د مالي او اداري چارو معاونیت ژمن دی چې د هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو، لوایحو او تقنیني اسنادو په رڼا کې له بیت‌المال څخه په سمه توګه ساتنه وکړي او د هر ډول اداري فساد، مالي سوء استفادې او د عامه شتمنیو د ناسمې کارونې مخه ونیسي.

همدارنګه دغه معاونیت هڅه کوي چې د پوهنتون استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو لپاره یو مناسب، منظم او آرام علمي، څېړنیز، زده‌کړه‌ییز او اداري چاپېریال برابر کړي، څو هغوی وکولای شي له شته امکاناتو، فرصتونو او وخت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د یادو موخو ترلاسه کول د استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري. له همدې امله تمه کېږي چې د پوهنتون ټول غړي د معلوماتو په پر وخت شریکولو، د ستونزو او نیمګړتیاوو په راپور ورکولو او د رغنده وړاندیزونو په وړاندې کولو کې فعاله ونډه واخلي، څو د ګډو هڅو په پایله کې د فراه پوهنتون مقام د هېواد د معتبرو لوړو زده‌کړو بنسټونو په کتار کې لا پیاوړی شي.

د فراه پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت په دوامداره او منظم ډول د قراردادونو، مالي فعالیتونو او اداري اجراآتو څارنه او کنټرول کوي. د دغو هڅو په پایله کې اداري بهیرونه لا چټک، اغېزمن او شفاف شوي او د مالي اسنادو، حواله‌جاتو او قراردادونو اړوند چارې په ښه او اسانه ډول ترسره کېږي.

سربېره پر دې، د مالي او اداري چارو معاونیت د چارو د لا ښه تنظیم او مؤثریت لپاره منظمې کاري غونډې ترسره کوي، څو شته ستونزې وپېژندل شي او د حل لپاره یې لازم او اغېزمن اقدامات تر سره شي.

د مالي او اداري چارو معاونیت تشکیلاتي جوړښت