اقتصاد پوهنځي

لید

د اقتصاد پوهنځی د مقام لوړول د افغانستان د جنوبي او لوېديځو پوهنتونونو ترمنځ د ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د يو مخکښ پوهنځي په توګه.

 

موخې او اهداف
پوهنځی اقتصاد په خپل مأموریت کې د مهمو عواملو په پام کې نیولو سره د کلیدي ذینفعانو (کورني او بهرني) اړتیاوې او ستونزې په نظر کې نیولې دي:

  • د هېواد لپاره په اقتصاد او مدیریت کې د متخصصو کسانو چمتو کول
  • د هېواد د پرمختیايي پلانونو په پلي کولو کې د اړوندو دولتي او غیر دولتي مؤسساتو سره علمي همکارۍ
  • د غوښتونکو لپاره د زده کړې خدمتونه په کمیت او کیفیت لوړول د ملي او نړیوالو معیارونو په رعایت سره
  • د علم او پوهې تولید
  • زده کړه او تدریس
  • د علمي لاسته راوړنو علمي او نظری پراخ کارول په ټول هېواد کې هڅول
  • له ټولو علمي مرکزونو سره د پوهنتون بهر د معلوماتو تبادله او همکاري
  • تحقیق او څیړنه

 

رسالت او مأموریت

د اقتصاد پوهنځي سترې موخې د څلورو بنسټیزو ستراتیژیکو محورونو پر بنسټ تنظیم شوي دي، چې عبارت دي له: تحصیلي، څېړنیز، له ټولنې سره تعامل، او د بشري سرچینو مدیریت، چې په لاندې ډول تشریح کېږي.

  1. د تحصیلي ستراتیژۍ پورې اړوند موخې
    • محصلانو او نورو متقاضیانو ته د علمي ـ تحصیلي خدمتونو وړاندې کول تر ټولو لوړه ممکنه کچه؛
    • د پوهنځي دننه د فردي، علمي او شخصي ودې لپاره د تحصیلي اسانتیاوو برابرول؛
    • د پوهنځي د استادانو د علمي سویې او علمي رتبو لوړول؛
    • د فارغ‌التحصیلانو لپاره د ماستري په کچه د لوړو زده‌کړو زمینه برابرول؛
    • د پرمختللو تحصیلي وسایلو او  ټکنالوژیو څخه ګټه اخیستل.
  2. د څېړنیزې ستراتیژۍ پورې اړوند موخې
    • د تحلیلي او څېړنیزو وړتیاوو پیاوړتیا؛
    • د پوهنځي د ډیپارټمنټونو له موخو سره سم د علمي، ترویجي او څېړنیزو فعالیتونو پراختیا.
  3. په ټولنه کې د پوهنځي د رول پورې اړوند موخې
    • د پوهنځي د ټولنیز مقام ساتنه او لوړونه؛
    • په پوهنځي کې د مؤسسو، متشبثینو او مسلکي اشخاصو د فعال حضور لپاره د زمینې برابرول؛
    • د ولایت او هېواد په کچه له اړوندو علمي، تحصیلي او څېړنیزو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا.
  4. د مدیریت او بشري سرچینو ستراتیژۍ پورې اړوند موخې
    • د قانون‌پالنې او مقرراتو د رعایت فرهنګ ژورول؛
    • د اغېزمنو ارزونې سیستمونو د کارونې ترویج؛
    • د بشري سرچینو د مدیریت پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د جذب، ساتنې او پراختیا په برخه کې.

 

 

بنسټیز ارزښتونه

د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي د خپلو سازماني موخو، علمي هیلو او معیارونو ته د رسېدو په موخه، لاندې بنسټیز ارزښتونه د خپلو پلانونو او کړنو په سر کې ځای پر ځای کوي او د هغوی د پلي کېدو پر وړاندې ژمنتیا څرګندوي:

  • تخصص‌پالنه او د وړتیا پر بنسټ ټاکنه؛
  • ژمنتیا او مسؤلیت‌پذیري؛
  • په تعلیمي او څېړنیزو فعالیتونو کې نوښت او ابتکار؛
  • په ټولو ابعادو او فعالیتونو کې کیفیت ته پاملرنه؛
  • د همکارۍ او ټیم‌ورک د روحیې پیاوړتیا.

 

ډیپارتمنټونه

  1. سوداګرۍ اداره
  2. ملي اقتصاد