د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي
تاریخچه
د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د لوړو زدهکړو وزارت د عالي شورا په ۳/۱۱/۱۴۴۴ مطابق ۲/۲/۱۴۰۲ نیټې او (۸) شمېرې غونډې کې د دوو څانګو (عامه ادارې او عامه پالیسۍ) په درلودلو او د لوړو زدهکړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا محترم ریاست د ۴/۱۱/۱۴۴۴ نیټې او (۱۰۶۹) ګڼې مکتوب او مصوبې په اساس د فراه پوهنتون په چوکاټ کې ایجاد شوه. په همدې کال کې یې د کانکور آزموینې له لارې په دوړاو څانګو کې ۸۰ تنه نارینه محصلین جذب کړل، چې د ۱۴۰۳ هـ کال په لومړي سمستر کې د یادو محصلینو له ډلې څخه یې ۶۰ کسان په ټولګي کې برحال دي او د مسلکي استادانو له لوري ورته تدریس کېږي. یاد پوهنځی په عامه ادارې څانګه کې درې تنه او د عامه پالیسۍ څانګه کې دوه تنه د لېسانس په کچه مسلکي علمي کادر غړي جذب لري، چې اوسمهال په تدریسي او علمي څېړنو بوخت دي.
د اکادمیکو مسایلو په برخه کې له دولتي او علمي ادارو سره د اکادمیکو اړیکو درلودل، علمي ـ څېړنيز سمینارونه او کنفرانسونه تنظیمول، د تحصیلي نصاب بیا کتنه او تازه کول، د نویو څېړنو کارول او د درسي کتابونو او موادو شتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی له مهمو امتیازاتو څخه دي، چې د دې پوهنځي ځانګړتیاوې جوړوي. دا عوامل د زدهکړو کیفیت لوړوي او د محصلینو لپاره د علمي پرمختګ یوه غښتلی بنسټ برابروي.
لرلید
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د خپلو علمي – څیړنیزو کړنو په ترسره کولو سره غواړي، چې د هېواد د اداري سیستم د پرمختګ، د عامه خدمتونو د ښه کولو او پالیسۍ جوړولو په برخه کې متخصص او مسلکي کادرونه وروزي، چې د هېواد په کچه د یو لوی علمي مرکز او پوهنځي په توګه وپېژندل شي.
ماموریت
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي ماموریت دا دی، چې د متخصص، مسلکي او متعهد کادرونو په واسطه د مسلکی او اکادمیک اخلاقو په رعایت کولو سره وړ او متعهد کسان وروزی، چې د هېواد د اداري سیستم د پرمختګ، اغیزمنې پالیسۍ جوړونې او رهبرۍ په برخه کې کار وکړي او د علمي څېړنو، نوښتګرو حل لارو او عصری تکنالوژۍ پر بنسټ د هېواد په اداري سیستم کې مثبت بدلون راشي.
ارزښتونه
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځی د خپل لیدلوري او موخو د تحقق په لاره کې تل د ملي او اسلأمي ارزښتونو تر څنګ لاندې ارزښتونو ساتلو ته هم ژمن دی. استادان، محصلین او کارمندان یې هم د دې ارزښتونو منلو او عمل کولو ته هڅوي. دا ارزښتونه عبارت دي له:
1. د اسلامي، ملي او علمي ارزښتونو احترام او ساتنه؛
2. په اداري او اکاډمیکو چارو کې ریښتینولي، نوښت او ابتکار؛
3. د شایسته سالارۍ اصل په درک سره د سپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د مسؤلیت منل او حساب ورکول؛
4. عالي مدیریت او د مسلکي اصولو او اخلاقو په رڼا کې د علم او عالم درناوی؛
5. شفافیت، ټیمي کار او مؤثره رهبري.
موخې
- د عامه ادارې او پالیسۍ په برخه کې د لیسانس په کچه د مسلکي او متخصص کادرونو روزنه؛
- په پوهنځي کې د ټکنالوژۍ پراختیا او انکشاف؛
- د متخصصو علمي او مسلکي کادرونو جذبول؛
- له لیسانس څخه ماسترۍ ته د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول؛
- د علمي کادر غړو مسلکي ظرفیت لوړول؛
- د فراه پوهنتون سره د اعتبارنامې په ترلاسه کولو کې همکاري؛
- د هېواد اړتیاوو سره سم د یوې نوې څانګې ایجادول؛
- د اړوندو ادارو سره د تفاهم لیکونو لاسلیک کول؛
- د پوهنځي لپاره د اداري او تدریسي ځانګړې ودانۍ جوړول؛
- د ټولنې اړتیاوو پر بنسټ د څیړنیزو او مطالعاتي فعالیتونو پراخول.
څانګې
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي تشکیلاتي چارت
د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي فعاله کمیټې