د ادارې او تجارت څانګه
پېژندنه
د ادارې او تجارت څانګه په ۱۳۹۸ هـ.ش کال کې د فراه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه.
اوسمهال په دې څانګه کې (۱۱۱) تنه محصلان په زدهکړو بوخت دي. د دې څانګې علمي کادر له درېیو استادانو څخه جوړ دی؛ چې یو تن یې د ماسټرۍ او دوه تنه نور یې د لېسانس علمي درجې لري.
د دې څانګې موخه د ادارې او تجارت د څانګې محصلانو ته د مسلکي نظري او عملي زدهکړو برابرول دي، ترڅو د تولیدي او خدماتي بنسټونو د پرمختګ او اغېزمن مدیریت په برخه کې ونډه واخلي. دا بنسټونه د هر هېواد د اقتصاد نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېږي، او وده او پرمختګ یې د هېواد پر اقتصادي ودې او پراختیا ژور او مثبت اغېز لري. همدارنګه، د هېواد د بېلابېلو ادارو او سازمانونو له لوري هغو متخصصو کادرونو ته د زیاتې اړتیا له امله چې د خپلو تخصصي پوهو ترڅنګ د مدیریت له علم سره هم بلد وي، او د لوړو او منځنیو مدیریتي کچو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د ادارې او تجارت څانګه د فراه پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوه.
لیدلوری
د ادارې او تجارت څانګه ژمنه ده چې تر ۱۴۰۶ هـ.ش کال پورې د نوې تدریسي میتودونو او پلي کېدونکو څېړنو له لارې د محصلانو او استادانو مدیریتي او کارآفرینۍ وړتیاوې پیاوړې کړي او د ټولنې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.
رسالت او مأموریت
د مجربو او متخصصو علمي کادرونو په مټ د ادارې او تجارت په برخه کې د متدینو، امانتدارو او متخصصو فارغانو روزنه، د تحصیلي خدمتونو د کیفیت لوړول، د پلي کېدونکو څېړنو دودول، او د هېواد د اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره د ځوانانو چمتو کول، ترڅو د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
موخې
- د ادارې او تجارت د څانګې محصلانو او نورو علاقهمندانو ته په لوړه کچه علمي او تحصیلي خدمتونه وړاندې کول.
- په څانګه کې د فردي ودې لپاره د مناسبو تحصیلي امکاناتو برابرول.
- د څانګې د استادانو د تحصیلي کچې او علمي رتبې د لوړولو لپاره د فرصتونو او امکاناتو برابرول.
- د ادارې او تجارت له څانګې سره اړوند علمي، څېړنیزو او ترویجي فعالیتونو پراختیا.
- د څېړنیزو او عملي فعالیتونو په برخه کې د مؤسسو، متشبثینو او مسلکي اشخاصو د فعال ګډون لپاره د مناسبو امکاناتو برابرول.
- د بشري سرچینو مدیریت پیاوړی کول، د ټولنې د اړتیا وړ متخصصو کادرونو د جذب، ساتنې او پراختیا په موخه.