د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې محصلانو ته د مخدره توکو د خطرونو په اړه معلوماتي بروشور وویشل شو!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۴:۱۳
د مخدره توکو معلوماتي بروشور

د فراه د لوړو زده کړو موسسې د نظم او دسپلين کمېټې لخوا د نشه يي توکو د خطرونو په اړه بروشور د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنمل عبدالبصیر رحماني په ګډون د يادې مؤسسې محصلانو باندې وویشل شو.

وروسته د علمي او محصلانو چارو  مرستیال زده کونکو ته د مخدره توکو د خطرونو او زیانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې زموږ د ګران هیواد افغانستان څخه د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره، تاسو باید مطالعه او څیړنه وکړئ ترڅو د مخدره توکو د خطرونو او زیانونو په اړه بشپړ پوهه ولرئ او له هغوی څخه مخنیوی وکړئ.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي

په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

بیرته خبرونو ته