د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو په پار ناسته او لیدنه
د شنبې په ورځ د (۱۴۰۲ل) کال د وري/حمل مياشتې(۲۶) نیټه چي د (۱۴۴۴س) کال د رمضان المبارک میاشتې له (۲۴) نېټې سره یې سمون درلود، د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه لیدنه او ناسته وسوه.
د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) رهبري پلاوو د یادو تحصلیلي بنسټونو د لا پياوړتیا په غرض سره ولیدل او هر یو په خپله برخه کې د علمي او اکاډمیکو چارو د لا پرمختګ هیله څرګنده کړه.
په دې ناستې سره د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې او غالب پوهنتون(هرات څانګه) ترمنځ د زدهکړیالانو ډیټابس، څېړنو، د استادانو د علمي مقالو پر چاپ او خپرولو او پر نورو اکاډمیکو برخو به دوه اړخیزه هوکړهلیک په نږدې راتلونکي کي لاسلیک سي.