د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې علمي – څېړنیز ژورنال د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د خپرولو جواز تر لاسه کړ.
د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپروونکي په توګه د لوړو زدهکړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې له ریاست څخه د چاپ او خپرولو اجازه ترلاسه کړه.
د فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال له دې نه وروسته د استادانو او څېړونکو علمي او څېړنیزې مقالې او فعالیتونه د ټولنیزو علومو او طبیعي علومو په برخه کې به په رسمي ډول خپروي.
دا د فراه ولایت په ځانګړي توګه فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې د رهبري هیئت او ټولو استادانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده، چې په دې پرمختګ سره د پوهنتون کېدو په لور یو ستر ګام اوچت سوی.
د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې رهبري هیئت د دې سترې لاسته راوړنې له امله ټولو ښاغلو استادانو، کارکوونکو او د فراه متدین ولس ته مبارکي وایي.
نشراتو او فرهنګی کمیته