د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې له رهبري هیئت، استادانو او اداري کارکوونکو سره د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د محتسبینو ناسته
په ۱۴۰۲/۵/۹ نېټه باندې د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست محتسبینو د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې له رهبري هیئت، استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته او لیدنه ترسره کړه. په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالحنان وینا وکړه او ګډونوالو ته یې اړینې او لازمې لارښوونې وکړې. د دې غونډې اساسي موخه خپل صورت او سیرت په اسلامي شریعت او د رسول اکرم (ص) پر سنتو باندې مطابق برابرول و. همداسې تأکید وسو، چې ټول استادان او اداري کارکوونکي ملزم دي، چې خپل کړهوړه پر اسلامي او شرعي احکامو باندې برابر کړي او پر ځان باندې دغه احکام تطبيق کړي. یاده غونډه په دعایې سره ختمه سوه.