د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې په جومات کې د هرات ولایت د زلزلې او فلسطین هېواد د شهیدانو ارواحو ته د قرآنکريم ختم وسو.
سهشنبه ۱۸ / ۷ / ۱۴۰۲ نیټه د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې په جومات کې د یاد پوهنتون د مسؤلینو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو لخوا د هرات ولایت د زلزلې او فلسطین هېواد د شهیدانو ارواحو ته د قرآنکريم مبارک ختم ترسره سو.
په لومړي سر کې د ټولو ګډونوالو لخوا د قرآن عظیمالشان تلاوت ترسره سو، چې وروسته ټولو شهیدانو ته د ارواښادي په پار دعا وسوه او همدارنګه ژوبلو کسانو ته یې د الله تعالی د لوی دربار څخه عاجله شفاء او د کورنیو پاتو غړو ته جمیل صبر وغوښتل.
نشراتو او فرهنګي کمیټه