د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د لوړو زده کړو وزارت معين دوکتور لطف الله خيرخواه سفر وکړ!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۲۴
د دوکتور لطف الله خیرخواه سفر

د لوړو زده کړو وزارت معين دوکتور لطف الله خيرخواه او ورسره مل پلاوي د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ته د سفر په ترڅ کې په ياده مؤسسې کې د عاليې او عالميې دورې فاضلانو د ازموينې لړۍ څخه ليدنه وکړه او د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري چارو مرستیال، پوهنځيو رئیسانو او استادانو سره د غونډو په سالون کې د يادې مؤسسې لاسته راوړنو او ستونزو اوريدلو په موخه ناسته وکړه.

ناسته د مولوي شاه ولي اللّٰه محمدي لخوا د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل سوه.

لومړۍ د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت معين دوکتور لطف الله خيرخواه ته د علم په ژبه ښه راغلاست ووايه او د لوړو زده کړو وزارت معين د راتګ څخه يې مننه وکړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت معين دوکتور لطف الله خيرخواه په افغانستان کې د علم او پوهې د ارزښت او اهميت په اړه لنډه وينا وکړه.

بيا د فراه لوړو زده کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنيار عبدالبصير رحماني د لوړو زده کړو وزارت معين ته ښه راغلاست ووايه او د يادې مؤسسې پنځه ګونو پوهنځيو لاسته راوړنې او ستونزې يې ورسره شريکې کړي.

او په پای کې د لوړو زده کړو وزارت معين دوکتور لطف الله خيرخواه د فراه لوړو زده کړو مؤسسې لاسته راوړنې وستايلې او د ستونزو په برخه کې يې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

او ناسته د شرعياتو پوهنځي رئیس مفتي فيض الله فيضان لخوا د خير په دعا سره پای ته ورسيده.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۴۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو شمېر پروژو چارې بشپړې او د نورو کارونه په چټکۍ سره روان دي

په یاد پوهنتون کې د ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانیو په لګښت د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر ژوروالی لري، د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

فراه پوهنتون د فراه ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو په درې‌ورځنۍ نندارتون کې ګډون وکړ!

د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې د (وهاج) تر سرليک لاندې د ياد ولايت د کورنيو محصولاتو او توليداتو درې‌ورځنۍ نندارتون د فراه ولايت والي ملا محمد حافظ مجاهد، د فراه پوهنتون رئيس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۶
Background image

د فراه پوهنتون اداري کارکوونکي د يوې رسمي غونډې په ترڅ کې وستایل شوه!

فراه پوهنتون کې د رهبرۍ او اداري کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ رسمي غونډه کې د ياد پوهنتون اداري کارکوونکي وستايل شوه.

غونډه د قرآن کريم په څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه.

وروسته د. . .

بیرته خبرونو ته