د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مجلې پالیسي په اساس د مقالې لیکنې اصولو تر عنوان لاندې سمینار تر سره شو.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۱۵:۲۵
Photo

 شنبې ورځ د روان کال د سنبلې د میاشتې ۱۵ نیټه د فراه لوړو زده کړو د علمي مجلې د پالیسي په اساس د مقالې لیکنې سمینار د یادې مجلې د مسئول مدیر ښاغلي پوهنیار جواد افغان په واسطه ترسره شو. یاد سمینار چې د کنفرانسونو په تالار کې دائر شوی وو د ښاغلي بسم الله امیني په واسطه د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. یاد سمینار چې پکښې کې ګڼ شمیر استادانو ګډون کړی وو د مقالې لیکنې اصولو اړوند معلومات پکې وړاندې شول او د ماخذ لیکنې په اصولو باندې د استادانو تر منځ مناقشه او بحث وشو.
سمینار د ښاغلي نوماند پوهنیار عبدالعزیز خدام په دعا سره پای ته ورسید.
نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

فراه پوهنتون کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د ستاینې او تقدیر غونډه ترسره شوه

د فراه پوهنتون عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ریاست په نوښت، د دغه پوهنځي د استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي، اداري او مسلکي خدمتونو د درناوي او قدردانۍ په موخه د ستاینې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۲۵
Background image

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي مقالو لپاره د DOI نړیوال کوډ ترلاسه کړ

د فراه پوهنتون فراه علمي ـ څېړنیز ژورنال د خپلو علمي او څېړنیزو مقالو لپاره د ډیجیټل څیز پېژندونکي (Digital Object Identifier – DOI) نړیوال کوډ 10.67753/DOI ترلاسه کړ. د دغه نړیوال کوډ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۲۷
Background image

فراه پوهنتون کې د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د کیفیت لوړونې آمریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «انفرادي پلان د جوړولو څرنګوالي» تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره. . .

بیرته خبرونو ته