د ښوونې او روزنې پوهنځي بروشور د پوهنتون پر محصلانو باندې وویشل سو.
څه موده مخکې د ښوونې او روزنې پوهنځي دویمه ګڼه بروشور(پیژند پاڼه) چاپ سوی او د پوهنتون پر استادانو او اداري کارکوونکو باندې ویشل سو وو. د دې لپاره چې د فراه د لوړو زدکړو مؤسسې محصلان هم د ښوونې او روزنې پوهنځي په موخو، لیدلوری، ماموريت، اداري تشکیلاتو او نور اړوند معلوماتو باندې خبرې سي، په دې منظور پر ګڼو محصلانو باندې د دې پوهنځي بروشور وویشل سو.