د ښوونې او روزنې پوهنځي له مخکیني رئیس سره مخه ښه او پر ځای یې د نوي سرپرست معرفي‌غونډه

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۸:۱۱
photo

د شنبه ورځ د (۱۴۰۲) کال د وږي/سنبلې میاشتې (۴) نېټه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي مخکینی رئیس پوهنیار خلیل احمد برهاني چې له وړاندې د چین هېواد دوکتورا بورس ته معرفي سوی و، خپل له رسمي مسؤلیت څخه ګوښه سو او د یادې مؤسسې د رهبري لخوا ښاغلي برهاني صاحب ته د مخه ښه او ستاینې غونډه په لاره واچول سوه. 
یاده غونډه د پوهنیار رحمت الله مهرباني د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل سوه، چې په سر کې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار عبدالبصیر رحماني ټولې رهبري او استادانو ته ښه راغلاست ووايه او د ښاغلي برهاني صاحب پر درې کلني هڅو او مسؤلیتونو رڼا واچوله او نوموړي ته یې د لابريالیتوبونو غوښتنه وکړه. 
د غونډې په ترڅ کې کوم ستاینلیک چې د یادې مؤسسې د رهبري لخوا ښاغلي برهاني صاحب ته د ښو کړنو په پار، په نظر کې نيول سوی و، ډالۍ سو. 
وروسته مولوي سمیع الله احمدي د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس د ښوونې او روزنې پوهنځي رهبري هیئت ته د یادې پوهنځي د مسؤلیت مخته‌وړلو لپاره ښاغلی نوماند پوهنیار محمد افغان د رياضي څانګې استاد چې دم‌ګړی یې خپل د ماستري پروګرام د کابل په ښوونې او روزنې پوهنتون کې بشپړ کړی دی، معرفي او ورپيژانده.
ښاغلي نوماند پوهنیار محمد افغان په خپلو خبرو کې له مخکيني رئیس څخه مننه وکړه او دا دنده یې مسؤلیت وباله نه امتياز؛ نوموړي زیاته کړه چې ان‌شاء‌الله تعالی چې د فرامینو، اصولو، قوانینو او لوايحو په رڼا کې به د آمرینو، استادانو او مدیرانو په همکاري سره دا مسؤلیت مخته وړي. 

په پای کې غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده او ټولو نوي سرپرست رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ په چارو کې بریالیتوب وغوښتل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته