فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي، چې د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې په یاد پوهنتون کې څه موده وړاندې هم د ۱۵ میلیونه او ۹۳۲ زره افغانیو په لګښت د احاطوي دیوال د دویم فاز چارې پیل شوې وې او د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت یې د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي وو.
 

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) ازموینه واخیستل شوه

د فراه پوهنتون دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د (لمانځه ادا کولو عملي لارښود او د عقیدې نصاب) په اړه ازموینه واخیستل شوه.

د دې ازموینې موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۴۵
Background image

فراه پوهنتون کې د «محصلانو په روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونې» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار ترسره شو

د «محصلانو پر روحي، رواني او شخصيتي آرامتیا کې د استاد د تعامل د رول ارزونه» تر سرلیک لاندې علمي او ښوونیز سمینار د فراه پوهنتون د مشورې مرکز له لوري د دغه پوهنتون استادانو او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او ټولنیزو علومو نړیوالې مجلې ترمنځ علمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو همکاریو د پراختیا او د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د فراه پوهنتون د علمي څېړنیزې مجلې او د کندز پوهنتون د اسلامي علومو او. . .

بیرته خبرونو ته