لیدلوری، رسالت و اهداف

لیدلوری

د فراه لوړو زده کړو مؤسسه د علمي عصري تدریس د تګلارو په برابرولو سره زیار باسي تر څو د منطقې په رقابت وکړي او د یو نمونه ای پوهنتون په ډول وپیژندل شي.

رسالت

د فراه لوړو زده کړو مؤسسه د باکیفیته او معتبرو علمي خدمتونو په وړاندې کولو او د منطقې په سطحه د تدریس نویو میتودونو څخه په استفادې سره غواړي چې د دې هیواد د بچیانو علمي سطحه لوړه کړي او ټولنه د علم او پوهې په ګانه سمبال کړي. 

اهداف

¨ د علمي، مسلکي، متعهدو او د اسلام مبارک دین او هیواد ملي منافعو ته ژمنو کسانو تربیه او ټولنې ته وړاندې کول.

¨ د هیواد د پرمختګ او روښانه راتلونکي لپاره نه ستړی کیدونکی زیار او کوښښ کول. 

¨ د هیواد د ننه او بهر پوهنتونونو او تحصیلي مؤسسو سره د علمي، کلتوري او فعال ارتباطاتو زمینه برابرول. 

¨ د یو معیاري او د ډیرو پوهنځیو لرونکي پوهنتون ته د مؤسسې پراختیا او ارتقاء ورکول.

¨ د تدریس نویو میتودونو او تکنالوژي څخه استفاده کول. 

¨ د نویو درسي کتابونو او لکچرنوټونو ترتیبول او هر کال د درسي کریکولم نوي کول.