دعوت او ارشاد آمریت لخوا د فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې محصلانو ته دیني او تربیتي غونډه ونیول سوه.
پر ۷ /۳ /۱۴۰۲نېټې باندې د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د فراه لوړو زدهکړو مؤسسې محصلانو ته دیني او تربیتي غونډه ونیول سوه. غونډه د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. د تلاوت نه ورورسته د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مفتي سراج احمد راشد خپله عالمانه وینا (په یوې ټولنې کې د ښوونې او روزنې اهمیت) تر سرلیک لاندې ګډونوالو ته واورول، وروسته بیا د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي شاه ولی الله د انسان د خلقت، د خلقت لامل، د الله تعالی حقوق او د بندګانو د حقوقو په اړه مفصلې خبرې وکړي. وروسته تر دې یاده غونډه د مفتي سراج احمد راشد صاحب په دعاییې سره ختمه سوه.
نشراتو او فرهنګي کمیته