د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او د فراه ولایت د مستوفیت مقام ترمنځ د دوه اړخیزو همکاريو په پار ناسته او لیدنه

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۴۷
Farau.Admin

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې اقتصاد پوهنځی په دې هڅه دی تر څو خپلې اړیکې له اړوندو بنسټونو سره لا ټینګ او پراخ کړي، تر څو وکولای شي چې د انساني سرچینو څخه په ښه او ګټوره توګه ګټه واخلي او د دې تر څنګ د دې پوهنځي محصلان په مالي او اداري چارو پوه او کاري چاپیریال سره آشنا شي؛ نو غواړي چې په دې نږدې راتلونکي کې د فراه ولایت مستوفیت مقام سره دوه اړخیزه تړون‌لیک  لاسلیک کړي.
په دې منظور په ۱۴ / ۳ / ۱۴۰۲ نیټې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري پلاوي د مستوفیت مقام له رهبري پلاوي سره ګډه ناسته او لیدنه وکړه او په مفصله توګه يې د دې هوکړه‌لیک په اړه بحث او خبرې وکړي، چې د یاد مقام رهبري پلاوي هم د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

د نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته