د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د مسؤلینو راتګ

farau_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۶:۲۳
Farau.admin

     په ۲۲/ ۳/ ۱۴۰۲ نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسؤلینو تشریف راوړ. په دې پار د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ټول استادان، اداري کارمندان او محصلان د دې مؤسسې په جومات کې راټول سول. غونډه د مولوي شاه ولي الله د قرآن مجید په تلاوت سره پيل او وروسته مولوي صدیق الله واجد حاضرینو ته عالمانه وینا واورول، په خپلو خبرو کې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د مسؤلینو دنده یې د امارت او خلکو ترمنځ اړیکه ټینګول، یاد کړه او  د حاضرینو څخه یې وغوښتل تر څو پر ځان باندې اسلامي نظام تطبیق کړي او خپل سیرت او صورت پر نبوي سنتو باندې برابر کړي، همداسې خپله عقیده او فکري لوری دې پر اسلامي شریعت سره جوړ کړي او  د هر چا د خبرو پسې ولاړ نسي. 
وروسته مفتي محمد مسلم سعید دریځ  سر ته راغی او په دري ژبه یې وینا وکړه او په خپلې وينا کې یې وویل: موږ مسلمانان باید په دې ویاړ وکړو، چې دین مو اسلام دی؛ نو باید اسلامي احکام پر ځان باندې تطبیق کړو او د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د مسؤلینو دا مسؤلیت دی، چې اسلامي ارشادات تر تاسو پورې را ورسوي او په دې هیله چې تاسو خپل ځانونه، رفتار او اخلاق په نبوي سنتو باندې سمبال کړی. له دې څخه وروسته ناسته په دعایې سره ختمه سوه.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته