شیخ زاید - خوست پوهنتون ته د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال او دوو تنو استادانو علمي سفر

farau_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۳:۴۱
Ayazi.admin

د یک‌شنبې په ورځ د (۱۴۰۲ل) کال چنګاښ مياشتې پر ( ۱۸ ) نېټه پوهنيار عبدالبصير رحماني د علمي او محصلانو چارو مرستیال، پوهنیار حسیب الله ایازي د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو آمر او پوهنیار حامد طیب د فزیک څانګې استاد د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې له لوري د شیخ زاید - خوست پوهنتون د طبیعي علومو په ملي سمپوزیم کې ګډون وکړ، چې نوموړی ملي سمپوزیم د شیخ زاید - خوست پوهنتون په کوربه‌توب او د لوړو زده‌کړو وزارت په همغږۍ سره ترسره سوی و.
په دې ملي سمپوزیم کې د طبیعي علومو د لاپیاوړتیا په اړه د کابیني یو شمیر محترمو غړو هر یو شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم (حفظه‌الله) د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر، الحاج خلیفه سراج الدین حقاني (حفظه‌الله) د کورنیو چارو سرپرست وزیر او څه د پاسه (۵۰) خصوصي او امارتي پوهنتونونو او تحصیلي مؤسساتو ګډون درلود.
د شیخ زاید - خوست پوهنتون د طبیعي علومو په ملي سمپوزیم کې د یاد پوهنتون د علمي بورډ له‌خوا (۸۷) نړیوالې مقالې غوره شوې وې، چې په نوموړي ملي سمپوزیم کې پر نړیوالو معیارونو برابرې مقالې ارائه او چاپ سوې.
کنفرانس ته د وینا پر مهال د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د نوموړي ملي کنفرانس د جوړېدو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او د شیخ زاید پوهنتون څخه د مننې تر څنګ یې د دغه ډول ملي کنفرانسونو جوړېدل یې اغېزمن وبلل.
وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین حقاني خپله وینا پيل کړه او دا یې زیاته کړه چې موږ سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کړه اوس په کار ده تر څو فکري او اډیالوژیکي خپلواکۍ هم تر لاسه کړو، چې ان‌شاءالله تعالی دا چار په همدې علمي کادرونو شوني ده. 
پاته دې نه وي چې د طبیعي علومو په یاد ملي سمپوزیم کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې دوو تنو استادانو هر یو پوهنیار حسیب الله ایازي د کیمیا څانګې استاد خپله نړیواله مقاله د (Phytosynthesis of silver nanoparticle using aqueous extract of Heracleum afghanicum Kitamura seeds and its characterization: an eco-friendly approach) تر سرلیک لاندې او پوهنیار حامد طیب د فزیک څانګې استاد خپله نړیواله مقاله د (Measurement of observables and uncertainty relations in quantum cryptography) تر سرلیک لاندې ټولو ګډون‌والو ته وړاندې کړل. 
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د دوو تنو استادانو نړیوالې مقالې د لوړو زده‌کړو وزارت او د شیخ زاید پوهنتون د علمي بورډ له خوا تایید او د نوموړو استادانو ارائې یې هم مثبت وارزول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته