د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو، استادانو او کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي او د یادې مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري ځانګړي اصلاحي ناسته!ه

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۲۱:۳۵
Photo

د ۱۴۴۵ ه ق کال ربیع الثاني میاشتې پر ۲۴ نېټې باندې چې د ۱۴۰۲ل کال د لړم میاشتې له ۱۷ نېټې سره سمون خوري، د امربالمعروف ریاست او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد  آمریت له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته د دې مؤسسې په جومات کې او د کرهنې او شرعیاتو پوهنځیو محصلانو ته په ورزشي او فرهنګي جمنازيوم کې په جلا جلا توګه اصلاحي غونډې ونیول سوې. 
استادانو او اداري کارکوونکو ته د امربالمعروف ریاست پلاوي د اخلاص په اړه په مفصل ډول بیان وړاندې کړ. 
د ماسپښین له لمانځه او اصلاحي بیان وروسته د شرعیاتو او کرهنې پوهنځيو محصلانو ته غونډه ونیول سوه. د دې غونډې په لومړي سر کې مولوي سمیع‌الحق "عاصم" محصلانو ته وینا وکړه، چې په وار سره د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي عبدالمالک هم عالمانه وینا وکړه.

نشراتو او فرهنګي کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته