د څېړنو او علمي مجلې آمریت
د څېړنو او علمي مجلې آمر پېژندنه
پوهنیار محمدحسین میاخېل د مرحوم جان پادشاه میاخېل زوی او د مرحوم حاجي غلام حضرت میاخېل لمسی دی، لغمان ولایت مرکز پورې اړوند د میاکلا اوسیدونکی دی.
محمدحسین میاخېل د هجرت په دیار کې په یوې مجاهدې، مهاجرې او علمپالې کورنۍ کې په ۱۳۶۷ل کال دنیا ته سترګې غړولي دي، لومړنۍزده کړې یې د سید جمال الدین افغان پرایمري سکول او منځنۍ زده کړې یې په تربیه اسلامي عالي لیسه کې ترلاسه کړي او بیا په کال ۱۳۸۷ ل کې د لغمان مرکزي روښان عالي لیسې څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی، د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته بریالی شوی او په کال ۱۳۹۸ ل کې د لیسانس په کچه په لومړۍ درجه فارغ شوی، بیا یې د ماسټرۍ کانکور ازموینه کې تر ګډون وروسته د یاد پوهنتون د پښتو ماسټرۍ برنامې ته بریالیتوب ترلاسه کړی او په کال ۱۴۰۱ ل کې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې څخه د ماسټر په کچه په کادري نمرو فارغ شوی دی، په کال ۱۴۰۲ ل کې یې د ازاد رقابت ازموینې له لارې د فراه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې د کادري غړي په توګه تقرر ترلاسه کړی دی، نوموړی د رسمي او سیستماتیکو زده کړو ترڅنګ د لیکوالۍ او شاعرۍ په برخه کې هم مصروف پاتې شوی، چې چاپ او ناچاپ اثار یې په لاندې ډول دي:
چاپ اثار
۱ - فکر او ذکر( د نثري لیکنو ټولګه)، نیو کابل خپرندویه ټولنې پېښور کې چاپ کړی دی.
۲ - د ويښتابه آذان(علامه سید جمال الدین افغان رح د افغان لیکوالو له انده). لومړی ځل دانش مطبعې کابل کې په ۱۳۹۴ ل کال او دویم ځل د مصر په قاهره کې افغان سفارت فرهنګي څانګې د سید جمال الدین افغان رح د یوسل اتیایمې کالیزې په مناسبت په ۱۳۹۶ ل کال چاپ کړی دی.
۳ - د قرآن علمي اعجاز- د معاصرې ټکنالوژۍ او ساینس په رڼا کې(ژباړه). مستقبل خپرندویه ټولنې کابل کې چاپ کړی دی.
ناچاپ اثار
۱ - اخون نعیم کاموي صاحب رح او عرفان.
۲ - محشري شور(شعري ټولګه).
۳ - شهید صدراعظم(محمدموسی شفیق).
۴ – علامه اقبال او استاذ الفت ( د فن او افکارو پرتلیزه څېړنه) د ماسټرۍ تیزیس.
۵ – د استاذ الفت په نظم او نثر کې طنزیه انتقاد.
علمي څېړنیزې مقالې
۱ – د پوهاند فضل ولي ناګار په شاعرۍ کې حماسي او عرفاني مفاهیم. ( فراه ـ علمي او څېړنیز ژورنال ۱۴۰۲ لومړۍ ګڼه) کې چاپ او خپور شوی دی.
۲ – د استاذ ګل پاچا الفت په آثارو کې د هغه د نړۍ لید شننه او سپړنه. (فراه -علمي څېړنیز ژورنال ۱۴۰۳ لومړی ټوک دویمه ګڼه) کې چاپ او خپور شوی دی.
۴ – پښتو ژبې ته د نورو ژبو د وییونو راتګ عوامل او حل لارې. نړیوال ژورنال کې خپره شوې ده.
۵ - د ټولنیزو ستونزو په حل کې د علمي څېړنو ونډه، ستونزې او حل لارې... افغان نړیوال اسلامي پوهنتون سیمینار ته.
۶ – لرغونی بلخ، آراییان او د ښاري ژوند پیلامه... د بلخ پوهنتون ام البلاد ملي سمپوزیم ته.
۷ – د خوشحال خان خټک او استاذ الفت د ریالیزم پرتله... ناچاپ.
۸– مولانارح او مثنوي... ناچاپ.
۹– د علامه اقبال په افکارو کې د افغاني ارواپوهنې انعکاس... ناچاپ
د دې ترڅنګ یې د فکري رغونې، ادبي، معلوماتي او اشغال خلاف برخو کې خورې ورې لیکنې کړي دي، چې نن ټکي آسیا، شهادت، ژمن، عزم او نورو سايټونو کې وخت په وخت خپرې شوي دي، په مختلفو ملي او بین المللي سیمنارونو، کنفرانسونو او ادبي غونډو کې یې ګډون کړی دی، نوموړی اوسمهال د فراه پوهنتون د علمي کادر په توګه په استاذۍ او د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د آمر په حیث په کار او خدمت مصروف دی.
د څېړنې او علمي مجلې آمریت
د دندې موخه: د څېړنو فعالیتونو طرح کول او اړونده آمریتونو سره هماهنګي
تأسیس کال: ۱۴۰۲ هـ ل
د څیړنې مرکزي کمیټه
لیدلوری
په پراخه کچه د څېړنو ترسره کولو لپاره لارې چارې رامنځته کول او حمايه کول څو د فراه لوړو زده کړو مؤسسه کې د ټولو کادري غړو له پاره د څېړنيزو پروسو د تشويق له لارې د څېړنو دترسره کولو ښه زمینه سازي وشي.
ماموريت
د پوهنتون د څېړنيزو کړنو حمايه کول څو پرمختللو څېړنو ته زمينه برابره شي، د محصلينو او پوهنځيو د غړو پواسطه د ترسره شوو اساسي، تطبېقي او انکشافي څېړنو تشويقو او اړونده تطبیقي ادارو سره د پالیسي سازو څېړنو شریکول، چې د هیواد پرمختګ کې ګټور ثابت شي.
د کمېټې پېژندنه
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي څېړنو مرکزي کمېټه په ۱۴۰۱ هـ ش کال کې تأسيس شوې چې په نوموړې کمېټه کې اوسمهال په ۱۲ تنو کې يو تن د مشر، او۱۱ تنه د غړو په حيث فعاليت کوي چې غړي يې کاري ساحې ته په کتو وروسته تجديديږي، نوموړې کمېټه د کلني مهالوېش له مخې په هره مياشت کې یوه عادي غونډه دائروي او د اړتيا په صورت کې نورې غونډې هم دائروي، د څېړنو کمېټه د علمي څېړنو په برخه کې بېلابېل فعاليتونه ترسره کوي، د پوهنځيو څېړنيز پروګرامونه له نږدې څخه څاري چې تر دې مهاله نوموړي فعاليتونه په ښه ډول روان دي.
د څېړنې کمېټې مسؤل او غړي
پوهنمل دوکتور عبدالمنان حسیني د کمېټې مسؤل، پوهنمل کاظک نیکزاد، پوهنیار محمدحسین میاخېل، پوهنیار عبدالباسط صامت، پوهنیار مثظفی کلانتري، پوهنیار جواد افغان، پوهنیار هاشمي، پوهنیار شیرپاچا خپلواک، پوهنیار عبدالصبور محمدي، پوهنیار احمدضیاء نوري، مفتي عبدالعزیز خدام، نامزد پوهنیار محمود اسحق زی.
د څېړنې دکمېتې موخي
۱ـ د څېړنې ستراتېژي جوړول
۲ـ د پوهنځيو څېړنيز کلتور ته وده ورکول
۳ـ د څېړنيزو پروګرامونو څارنه
۴ـ د څېړنو د خپرېدو تنظيم
د علمي او څېړنیز ژورنال پېژندنه
د فراه علمي – څیړنیز ژورنال چې یو ملي ژورنال شمیرل کیږي د امتیاز خاوند یې د فراه لوړو زده کړو تحصیلي بنسټ دی. د دې ژورنال د خپرولو دورې شپږ میاشتنی، چې خپرونکی یې د فراه لوړو زده کړو مؤسسه ده د دې ژورنال د خپراوي جواز د ثبت نمبر (RCTD-GNJR-0038-23) دی او په ۱۵/۶/۱۴۰۳ نیټه یې د خپرواي جواز تر لاسه کړی دی.
د مقالو اړوند فایلونه له لاندې برخې کښته کولی شئ!
د علمي او څېړنیز ژورنال خپرې شوې ګڼې!
⬇️لومړی ګڼه:(لومړي کال،لومړۍ ګڼه ۱۴۴۵ هـ ق / ۱۴۰۲ هـ ش )
⬇️دویمه ګڼه:(۱۴۰۳ هـ ل، پسرلنۍ لومړی ټوک ، دویمه ګڼه)
⬇️د علمي او څېړنیز مجلې د مقالو لیکلو لارښود
⬇️د علمي - څېړنیز مجلې د لیکلو جوړه شوې بڼه
⬇️د مقالې تعهد پاڼه