د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیزه هوکړه‌لیک!

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۱:۷
photo

نېټه: ۲۹/۵/۱۴۴۵

ورځ: چهارشنبه

د فراه  لوړو زده‌کړو مؤسسې او هلمند پوهنتون ترمنځ د همکاریو دوه اړخیز هوکړه‌لیک د هلمند پوهنتون په ریاست مقام کي د دواړو لوریو د رهبري او مسؤلینو ترمنځ لاسلیک سو.

دا هوکړه‌لیک په داسي حال کي لاسلیک سو، چي پر مهال یې د هلمند پوهنتون محترم رئیس الحاج شیخ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب، مالي او اداري مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید صاحب، همدارنګه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې محترم رئیس مولوي سمیع الله حقاني صاحب، د زراعت پوهنځی سرپرست رئیس پوهنیار شاه محمود نورزي او د پښتو څانګې استاد محمد حسین میاخېل شتون درلود.

د دې هوکړه‌لیک له مخي به هلمند پوهنتون او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ترمنځ په علمي، اداري او څېړنیزو برخو کي دوه اړخیزه همکاري رامنځته سي او د دواړو لوريو د امکاناتو تر بریده به په یادو برخو کي دوه اړخیزه همکاري جاري وي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته