د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۹:۴۶
OBE-SCL

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د کندهار او هلمند پوهنتونونو د دوو تنو ماسټرټرينرانو لخوا د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.


لومړی پوهنمل عطاء اللّٰه محمدي د کندهار پوهنتون ماسترترينر لنډه وينا وکړه او د ورکشاپ ټولو ګډونوالو څخه يې مننه وکړه او خپل خوشحالي يې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو د همکاريو څخه څرګنده کړه.

وروسته مولوي سميع الله حقاني د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئيس وينا وکړه او یاد ورکشاپ يې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو لپاره مهم او ګټور وباله.

او په پای کې ورکشاپ د کندهار او هلمند پوهنتونونو ماسترترينرانو ته د مننليکونو او د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د ستاينليکونو په ويشلو سره پای ته ورسيد.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته