د فراه لوړو زده کړو مؤسسې انګليسي ژبې او ادبياتو څانګي لخوا د (انګليسي ژبې خبرو سيالۍ او د ممتازو محصلانو ستاينغونډه) ترسره شوه!

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۳:۱۱
د ممتازو محصلانو ستاینغونډه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي انګليسي ژبې او ادبياتو څانګي محصلانو ته د (انګليسي ژبې خبرو سيالۍ او د ممتازو محصلانو ستاينغونډه) د يادې پوهنځي د رئیس او ګڼ شمېر استادانو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکريم په څو مبارکو اياتونو سره پيل شوه.

لومړی د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس لنډه وينا وکړه.

وروسته د انګليسي ژبې او ادبياتو څانګي آمر پوهنيار محمد ابراهيم سلطاني محصلانو ته وينا وکړه او زياته يې کړه چې هر محصل بايد ټاکلي موخه ولري او د هغه د ترلاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي، د اسلامي نظام او د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ ستاسو په بشپړه توګه حمايت کوي نو تاسې بايد د دې فرصت څخه پوره ګټه واخلئ، د يادې مؤسسې ټول پرسونل ته احترام وکړي، خپل په منځ کې سالم رقابت ولری او په يو کتاب کفايت مکوي خپلو درسونو سره نوري څېړنې هم وکړی.

او په پای کې محصلانو خپلې ويناوي وړاندې کړي او ممتازو محصلانو ته ستاينليکونه وويشل شوه.

او غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته