د دري ژبې او ادبیاتو څانګه
لیدلوری
د دري ژبې او ادبیاتو څانګه هڅه کوي چې یو باکیفیته علمي ـ تحصیلي سیستم رامنځته کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د لوېدیځ زون په کچه د مخکښ څانګه په توګه وپېژندل شي، څو د ځوانو علمي کادرونو د جذب او روزنې په برخه کې فعاله ونډه ولري.
مأموریت
دا څانګه ژمن دی چې د ښوونیزو، روزنیزو، مسلکي او څېړنیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې، د تدریس او تحقیق په مټ د هېواد له ځوانانو سره مرسته وکړي، تر څو د دې څانګې فارغان وکولای شي د هېواد د لوېدیځ زون په کچه سیالي وکړي.
یاد لیدلوری او مأموریت د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د ۱۴۰۴ کال د ۵/۱ نېټې د (۱) شمېرې په غونډه کې ثبت او تائید شو.
یاد لیدلوری او مأموریت د ستراتیژیک پلان د ترتیب او تطبیق د څار فرعي کمېټې د ( ) شمېرې په غونډه کې د ۱۴۰۴ کال د / / نېټې په اساس ثبت او تائید شو.
یاد لیدلوری او مأموریت د پوهنځي د علمي شورا د ( ) شمېرې په غونډه کې د ۱۴۰۴ کال د / / نېټې په اساس ثبت او تائید شو.
ارزښتونه
د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي له عملي پروګرامونو څخه دی، چې د معیاري زده کړو د زمینې برابرولو، د تدریس مهارتونو، لیکوالۍ، د متن لوست، د متن تحلیل او ویناوالۍ د پراختیا په برخه کې فعالیت کوي. د یاد څانګه ارزښتونه په لاندې ډول دي:
• د لیکلي او شفاهي کلتوري میراث ساتنه او ښوونه؛
• د اسلامي ارزښتونو او انساني کرامت ساتنه؛
• ملي او محلي ارزښتونو ته درناوی؛
• امانتدارۍ او محرمیت ته ژمنتیا؛
• رښتینولي او متقابلې همکارۍ ته پابندي؛
• د څېړنیزو اخلاقو رعایت.
کاري ساحه
د دې څانګې فارغان د کلاسیکو او معاصرو نظم او نثر ادبي متونو د ژورې پوهې له امله کولای شي په بېلابېلو برخو کې فعالیت وکړي. د هغوی مهمې کاري ساحې په لاندې ډول دي:
ښوونه او تدریس
- په ښوونځیو، لیسو، تحصیلي مؤسسو او پوهنتونونو کې تدریس؛
- د کورسونو، د سواد زده کړې مرکزونو او خصوصي تعلیمي مرکزونو سره د استاد په توګه همکاري.
علمي څېړنې
-
- په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو کې کار کول؛
- کتابتوني او ساحوي څېړنې ترسره کول.
دولتي ادارې او ملي بنسټونه
-
- په دولتي ادارو کې د علمي ـ فرهنګي سلاکار په توګه کار کول؛
- په دولتي او خصوصي غږیزو او انځوریزو رسنیو او د اطلاعاتو او فرهنګ په برخو کې کار کول.
د فارغانو د استخدام ساحې
۱. د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د فارغانو جذب د افغانستان د پوهنې وزارت په ټولو لیسو کې د مسلکي ښوونکو په توګه.
۲. د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د فارغانو جذب د مرکز او ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاستونو کې د دري رشتې د مسلکي غړو په توګه.
۳. د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د فارغانو جذب د مرکز او ولایتونو د ښوونکو د روزنې په مؤسسو کې د دري ادبیاتو د استادانو په توګه.
۴. د دري ژبې او ادبیاتو څانګه د فارغانو جذب د ښوونې او روزنې په ټولو پوهنځیو کې د دري ادبیاتو د علمي کادر د غړو په توګه.
موخې
-
- د مسلکي کادرونو روزنه او ټولنې ته د تکړه ښوونکو په توګه وړاندې کول؛
- د څانګه د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول د تحصیلي بورسونو، ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې؛
- د ټولنې د دوامدار پرمختګ او انکشاف لپاره صادقانه خدمتونه وړاندې کول؛
- د محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره د نوو تدریسي میتودونو کارول؛
- د ازاد علمي فضا رامنځته کول، د انتقاد منلو روحیه پیاوړې کول او د رغنده وړاندیزونو منل؛
- د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ د شپنیو صنفونو جوړول؛
- د کتابتوني، ساحوي او ګډو څېړنو لپاره د زمینې برابرول.
د فارغ التحصیل تعریف
د دري ژبې او ادبیاتو پروګرام هغه څوک د لېسانس دورې فارغ ګڼي چې د څلورو کلونو په تحصیلي دوره کې یې د ورځې په پروګرام کې (۱۴۵) کریدتونه بشپړ کړي وي او د پوهې، مهارتونو او سلوک له پلوه لاندې ځانګړتیاوې ولري:
د پوهې برخه
د دري رشتې فارغ هغه څوک دی چې د څلورو کلونو له زده کړو وروسته:
-
- د دري (فارسي) ادب له ټولو دورو سره بلدتیا ولري؛
- د دې ژبې د ډېری شاعرانو پېژندنه ولري؛
- د بېلابېلو ادبي دورو د لیکدود سم درک ولري؛
- د دري ژبې د ادبي آثارو د سبکونو پېژندنه ولري؛
- د هرې دورې د لغوي، فکري او ګرامري ځانګړتیاوو پېژندنه ولري؛
- د ګرامر له برخو سره بلدتیا ولري؛
- د ادبي آثارو د ارزښت او مقام سم درک ولري.
د مهارتونو برخه
د دري رشتې فارغ هغه څوک دی چې لاندې وړتیاوې ولري:
-
- د دري ژبې د تدریس وړتیا؛
- د ادبي متونو د تحلیل او تجزیې وړتیا؛
- د ورکشاپونو د ښه تنظیم او مدیریت وړتیا؛
- له لږ تر لږه یوې بهرنۍ ژبې سره بلدتیا.
د سلوک برخه
د دري ژبې او ادبیاتو پروګرام فارغ هغه څوک دی چې:
-
- ادبي زده کړې یې د ټولنیز اخلاق، ملي ویاړ، د ازادۍ غوښتنې او مېړانې حس پیاوړی کړي؛
- اسلامي، ديني او مذهبي ارزښتونو ته درناوی ولري؛
- له کرکې او تعصب څخه لرې شخصیت ولري؛
- په ټولنه کې د یو فرهنګي او روڼ اندي کس په توګه وځلېږي؛
- له هر ډول ضد ټولنیز چلند څخه پاک وي.