دعوت او ارشاد آمریت لخوا د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې محصلانو ته دیني او تربیتي غونډه ونیول سوه.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۵:۴۹
Farau.Admin

 پر ۷ /۳ /۱۴۰۲نېټې باندې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې محصلانو ته دیني او تربیتي غونډه ونیول سوه. غونډه د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه. د تلاوت نه ورورسته د شرعیاتو پوهنځي رئیس ښاغلي مفتي سراج احمد راشد خپله عالمانه وینا (په یوې ټولنې کې د ښوونې او روزنې اهمیت) تر سرلیک لاندې ګډون‌والو ته واورول، وروسته بیا د دعوت او ارشاد آمر  ښاغلي مولوي شاه ولی الله د انسان د خلقت، د خلقت لامل، د الله تعالی حقوق او د بندګانو د حقوقو په اړه مفصلې خبرې وکړي. وروسته تر دې یاده غونډه د مفتي سراج احمد راشد صاحب په دعاییې سره ختمه سوه.

نشراتو او فرهنګي کمیته

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته