د فراه پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان
د فراه پوهنتون لومړنی پنځه کلن ستراتیژیک پلان تائید شو!
فراه پوهنتون، د هېواد په کچه د یوه معتبر علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه، خپل لومړنی پنځه کلن ستراتیژیک پلان (۱۴۰۲–۱۴۰۶ هـ.ش) تدوین او ترتیب کړ. دغه پلان، چې د پوهنتون د علمي، څېړنیزو او اداري پراختیایي فعالیتونو لپاره یو مهم او لارښوود سند ګڼل کېږي، د تائید په موخه د لوړو زدهکړو محترم وزارت ته واستول شو.
له نېکه مرغه، د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د کب میاشتې په لومړۍ نېټه، د فراه پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان د لوړو زدهکړو محترم وزارت له لوري تائید شو.
د فراه پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان