فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل پنځه کلن استراتیژیک پلان تشریح او ارایه کړ.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۴:۱۶
Photo

نن ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۰۲ نېټې باندې چې ۱/ روژې/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې خپل استراتیژیک پلان (۱۴۰۲ -۱۴۰۶) چې د لوړو زده‌کړو وزارت لخوا تایید شوي دی،  د عامه‌پوهاوي په موخه د غونډې ګډون‌والو ته ارایه او شرحه کړپه دې غونډې کې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري هیئت، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان او د دې تر څنګ عامو وګړو ګډون درلودغونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. د ارایې لومړۍ برخه ښاغلي پوهنیار فواد متین د استراتیژیک پلان کمېټې مشر، دویمه برخه ښاغلي پوهنیار حشمت الله ساراني د استراتیژیک پلان د کمېټې غړی او دریمه برخه ښاغلي پوهنمل محمد حسین فراهي په واضحه توګه ارایه کړه. ورپسې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې قدرمن رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني د اړوند موضوع په اړه وینا وکړه او وویل: چې له دې وروسته موږ برنامې او پلان لرو، په دې پنځو کلونو کې به دغه پلان تطبیق کړوهمدارنګه ښاغلي رئيس صاحب د فراه د لوړو زده کړو د (۱۴۰۲) کال فعالیتونه او راتلونکي پلانونو په اړه ګډون‌والو ته مفصل معلومات ورکړل.
غونډه د دعوت او ارشاد آمر مولوي سمیع‌الحق عاصم په دعایې سره پای ته ورسیده.

فرهنګی او نشراتو کمیټه

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۹:۴۶
Background image

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د کندهار او هلمند پوهنتونونو د دوو تنو ماسټرټرينرانو لخوا د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید.


لومړی پوهنمل عطاء اللّٰه محمدي د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۲۲
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرهڼې پوهنځي محصلانو د څیړنیزو برخو کښت او عملي کار!

د کرهڼې اهمیت او په بيلابيلو برخو کې د هغې د پراختیا او څیړنو اړتیا ته په پام سره د کرهڼې پوهنځي څیړنیز فارم د محصلانو لپاره د زده کړې او څیړنې شرایطو د اسانتیا په موخه، د استادانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۸:۴۸
Background image

د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پيل شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې (۳۰) تنو استادانو ته د کندهار او هلمند پوهنتونونو د دوو تنو ماسټرټرينرانو لخوا د (OBE او SCL) لس ورځنی ورکشاپ پيل شو.

ورکشاپ د مفتي عبدالمالک فاروقي لخوا د. . .

BACK TO NEWS