د عامه ادارې څانګه

پیژندنه

د عامه ادارې څانګه د مدیریت او عامه چارو په برخه کې د متخصص بشري ځواک روزي او موخه یې د دولتي مدیریت په برخه کې له نظري پوهې او عملي مهارتونو سره د محصلینو سمبالول، د رهبرۍ او پرېکړې نیولو مهارتونو پراختیا او په هغوی کې د ټولنیزې او اخلاقي ژمنتیا پیاوړتیا سره مسلکی کادرونه وروزي. د عامه ادارې څانګه د عامه ادارې او پالیسي پوهنځی چوکاټ کې په ۱۴۰۲ ه ل کال کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د ۳/۱۱/۱۴۴۴ مطابق ۲/۲/۱۴۰۲ نیټې او (۸) شمیره غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د پراختیا محترم ریاست د ۴/۱۱/۱۴۴۴ نیټې او (۱۰۶۹) ګنې مکتوب او مصوبې په اساس د فراه لوړو زده کړو مؤسسې په چوکاټ کې ایجاد شوه.

 

د عامه ادارې څانګې لیدلوری

د عامه ادارې څانګه غواړي د علمي او څېړنیزو کړنو له لارې داسې مسلکي او اخلاقي کادرونه وروزي چې د سالمې ادارې او اغېزمنې رهبرۍ اصول پياوړي کړي او په ملي کچه د ښې حکومتولۍ د ارزښتونو مخکښ علمي مرکز وپېژندل شي.

ماموریت

د عامه ادارې څانګه د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د لوړ کیفیت تدریس له لارې د محصلینو تحلیلي او څېړنیزې وړتیاوې پیاوړې کوي، د بازار اړتیاوې پوره کوي، د عامه اداراتو ستونزو ته علمي حل‌لارې وړاندې کوي او د اداري سیستم په پرمختګ او د عامه سکتور په پیاوړتیا کې اساسي ونډه اخلي.

دعامه ادارې څانګې موخې

  1. د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفيت لوړول؛
  2. په څانګه کې د ټکنالوژۍ پراختیا؛
  3. د ځانګړي اداري او تدریسي شعباتو درلودل؛
  4. د متخصص بشري ځواک روزنه او پالنه؛
  5.  د علمي څېړنو پراختیا او هڅونه؛
  6. ټولنیزې پراختیا ته ژمنتیا او په پیاوړتیا کې یې برخه اخیستل؛
  7.  د اخلاقي ارزښتونو او مسؤلیت منلو پیاوړتیا؛
  8. له پوهنځي سره د اعتبارنامې په تر لاسه کولو کې همکاري؛
  9.  له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره همکاري او علمي هوکړه لیکونه لاسلیک کول.

د عامه اداري څانګي ارزښتونه

د عامه ادارې څانګه خپل رسالت، لیدلوري او موخو ته د رسېدو په لاره کې تل د لاندې ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده:

  1. د اسلامي، ملي او اکادمیک ارزښتونو احترام او ساتنه؛
  2. په اداري او علمي چارو کې ریښتینولي، نوښت او خلاقیت؛
  3. په اداري سیستم کې د پرمختللې تکنالوژۍ کارونه؛
  4. د شایسته سالارۍ اصل په نظر کې نیولو سره د مسؤلیت منل او حساب ورکول؛
  5. د مسلکي اصولو او اخلاقو په رڼا کې د علم او عالم درناوی؛
  6. شفافیت، ټیمي کار او مؤثره رهبري.

د عامه ادارې څانګې تشکیلاتي چارت