د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د عربي ژبې یو کلن کورس پیل شو.

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۲۲
د عربی کورس

د څېړنو او علمي مجلې آمریت او PDC آمریت په نوښت د فراه لوړو زده کړو مؤسسې لسو تنو استادانو ته د عربي ژبې زده کړې یو کلن کورس پرانیستل شو.

د کورس پرانیسته د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.

وروسته د څېړنې او علمي مجلې آمر پوهنیار محمدحسین میاخېل لنډه وينا وکړه او زياته يې کړه، چې ياد کورس د استادانو د غوښتنې او څېړنیزې نیازسنجۍ په اساس په لاره اچول شوی او د استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د عربي ژبې د غوره زده کړې يو اساسي رول لري او په ډېرو څېړنیزو برخو کې ورته اړتیا لیدل کېږي.

او په پای کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي سميع الله حقاني د عربي ژبې د ارزښت او اهمیت په هکله د کورس په پرانیسته کې هر اړخیزه وینا وکړه او د څېړنې آمریت او PDC آمریت دغه نوښت یې د څېړنیزو چارو ترسره کولو او نورو علمي چارو لپاره اړین وباله.
چې تر پرانیستې وروسته رسماً د کورس ښوونېز بهیر پیل شو.

د یادونې وړ ده، چې د یاد کورس ښوونېزې چارې د يادې مؤسسې رئیس مولوي سمیع الله حقاني له لوري ترسره کيږي.
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۰
Background image

فراه پوهنتون کې د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د «اسلامي نظام پر وړاندې د پاڅون حکم او د هغه زیانونه» تر سرلیک لاندې اصلاحي سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۴
Background image

فراه پوهنتون کې د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه درشل کې د ویدیوي کورسونو ثبت(HELP)» ترسرلیک لاندې درې ورځنۍ ښوونيز سمینار ترسره شو

د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي پراختیا آمریت له لوري د برېښنایي زده‌کړو له اصلي کمېټې سره په همکارۍ، د یاد پوهنتون استادانو ته د «استادانو علمي ترفیع لپاره د لوړو زده کړو په ښوونیزه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

فراه پوهنتون کې د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي» ترسرليک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو

د فراه پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مدیریت د کیمیا لابراتوار مدیریت په همکارۍ، د یاد پوهنتون اداري کارکوونکو ته د «اور وژنې وسایلو د څرنګوالي، پېژندنې او سمې کارونې په موخه د پوهاوي». . .

بیرته خبرونو ته