د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او د فراه ولایت مستوفيت مقام ترمنځ د دوه اړخيزه همکاريو ګډ هوکړه ليک لاسلیک سو

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۹:۱۲
Ayazi

دوشنبه د ( ۱۴۴۵ه ق) د صفر پر (۵ مه) نېټه چې د روانې مياشتې د اسد دېرشمې نېټې سره سمون خوري د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او د فراه ولايت د مستوفيت مقام ترمنځ د دوه اړخيزه همکاريو ګډ هوکړه ليک او تفاهم‌نامه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د ښاغلي رئيس مولوي سميع الله احمدي او د فراه ولايت د مستوفیت مقام ښاغلي رئيس مولوي عتيق الله خالد له لوري لاسلیک شو.
د دې هوکړه ليک د لاسليک پر مهال دواړو لوريو خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه چې په هر ډول شرايطو کې به د ظرفيت لوړونې لپاره يو له بل سره اوږه په اوږه دريږي او خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي. 
د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د علمي او محصلانو چارو معاون پوهنيار عبدالبصير رحماني, مالي او اداري چارو معاون حافظ مولوي عبدالنافع منيب, د ښوونې او روزنې, اقتصاد او زراعت پوهنځيو رئيسانو هم د يادې مؤسسې د ښاغلي رئيس ملتيا کوله.  

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته