د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې او د هرات ولایت غالب پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه علمي تړون‌لیک لاسلیک شو.

farau_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۱۵:۳۲
Farau.Admin

پرون سه شنبه پر ۳/ ۳ / ۱۴۰۲ نیټه، چې د ۱۴۴۴ هجري سپوږمیز کال ذوالقعدې مياشتې له ۴ نېټې سره سمون خوري، د هرات ولایت د غالب محترم پوهنتون څخه لوړ پوړي پلاوي هر یو ښاغلی ډاکټر محمد طاهر تنزی د غالب پوهنتون علمي مرستیال، ډاکټر عبدالقادر احمد مالي او اداري مرستیال، استاد نجیب الله اسحاق‌زی د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد عبدالناصر امیني د اړیکو او فرهنګي امورو رئیس د یو علمي سفر په ترڅ کې د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته تشريف راوړ.
د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د رهبري له‌خوا نوموړي پلاوي ته تود هرکلی او ښه راغلاست وویل شو، د استادانو او مسؤلینو له پیژندنې څخه وروسته د دواړو لوریو ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې د دې هوکړه‌ليک پر اساس دواړه پوهنتونونه به یو له بل سره په بېلابېلو علمي برخو کې پوره همکاري ولري. 
راغلي پلاوي د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې اداري شعبې، ديپارټمنټونه، کتابتون، لابراتوار، کمپیوټر لب، لیلیې او نورو... امکاناتو څخه لیدنه وکړه او د فراه په پوهنتون کې یې شوي کارونه د ستاینې وړ وبلل او خپل له لوري یې د هر ډول علمي همکاريو ژمنه وکړه.
پاته دې نه وي چې د غالب پوهنتون او د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رهبري پلاوو په مشترکه توګه د فراه ولايت له نورو خصوصي لوړو زده‌کړو څخه هم لیدنه وکړه او پر علمي او اکاډميکو اړيکو یې همغږي او خبرې اترې وکړي.

د نشراتو او فرهنګی کمیټه

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته