‏د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ د امارتي تحصیلي بنسټونونو له مشرتابه او د الکترونیکي زده کړو مسؤلینو سره انلاین ناسته وشوه.

farau_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۸:۵
photo

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په نړۍ کې د ټکنالوژۍ پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: «موږ د ټکنالوژۍ په برخه کې له نړۍ ډېر وروسته پاتې یو او اوس باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړو.» نوموړي د تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو وغوښتل چې د الکترونیکي زده کړو سیسټم د کامیابولو او له دې سیسټم څخه د استفادې لپاره تیاری ونیسي او د دې برخې لپاره ټول اړین معلومات له وزارت سره شریک کړي. 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وویل چې اوسمهال په نړۍ کې ډېری دفتري چارې په الکترونیکي بڼه کېږي، چې په لږ لګښت او کم وخت کې ډېر کارونه ترسره کوي او په کارونو کې روڼتیا رامنځ ته کوي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئیس انجنیر سردارولي صالحي د تحصیلي بنسټونو مسؤلینو ته د الکترونیکي زده کړو لپاره د سیسټم د جوړېدو خبر ورکړ او له هغوی څخه یې د معلوماتو په ورکولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. 

دغه راز د لوړو زده کړووزارت د علمي چارو سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل په راتلونکي تشدیدي سمسټر کې د الکترونیکي زده کړو پر ارزښت او د دې زده کړو لپاره د لوړو زده وزارت پر تیاریو خبرې وکړې. 

وروسته د امارتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو د الکترونیکي زده کړو پر وړاندې خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې برخه کې یې خپل کړي کارونه وړاندې کړل.  
نېټه: چهارشنبه
۶/۲/۱۴۴۵ هـ ق ۱/۶/۱۴۰۲ هـ ش ۲۳/۸/۲۰۲۳ م

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته