د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال، د کیفیت لوړاوي آمر او د کیفیت لوړاوي اصلي کمیټې مسؤل په هرات پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د چوکاټ او علمي پروګرامونو روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ.

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۹:۳۴
Photo

له ۲۸ / ۸ / ۱۴۰۲ل نیټې څخه تر  ۲ / ۹ / ۱۴۰۲ل نېټې پورې؛

هرات پوهنتون ته د لوړو زده‌کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار‌ ورکولو ریاست له لوري د راغلو پلاوو هر یو پوهاند دوکتور محمد یوسف امین، پوهنمل دوکتور محمد امین امین او ورسره مله ملګرو د هرات پوهنتون د علمي شوراوو په سالون کې د تضمین کیفیت په اړه علمي او عملي ورکشاپ ترسره کړ.
په دې ورکشاپ کې د لويديځ زون د دولتي او خصوصي لوړو زده‌کړو تحصیلي بنسټونو علمي معاونینو، د تضمین کیفیت آمرینو او مسؤلینو ګډون کړی و، چې فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې له لوري د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنيار عبدالبصیر رحماني، د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار حامد طیب او د کیفیت لوړاوي اصلي کمیټې مسؤل استاد صبور خیرمحمدزاده برخه اخیستې وه. 
په یاد ورکشاپ کې د تضمین کیفیت (۱۱) اصلي معیارونه او (۴۹)فرعي معیارونه په مفصله توګه شرحه سوه. تر څنګ يې د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسساتو پر لرليد، مأموریت، ستراتیژیک پلان، عملیاتي پلان، تطبیقي پلان، کلنۍ ارزونه، د علمي برنامو پر بیاکتنې او پر ګڼو نورو موضوعاتو په خورا ښه تفصیل او عملي توګه بحث وسو.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د ۱۴۰۳ کال کلني عملياتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبيق!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي د تطبیق، تدوین او څارنې کمېټې لخوا د ټاکل شوي هئیت د چمتو شوي تفصیلی راپور پر بنسټ د يادې پوهنځي د ١٤٠٣ کال کلني عملیاتي پلان (٪۹۰) سلنه تطبیق. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کې په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو ته په (اسلامي نظام کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ارزښت او مقام) ترسرلیک لاندې سمينار. . .

بیرته خبرونو ته