د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۵۴
photo

نېټه: یکشنبه؛ ۱۹ / ۵ / ۱۴۴۵ ل.س / ۱۲ / ۹ / ۱۴۰۲

د ښاغلي عبدالوکیل مزمل د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست استازي په مشري، د دې مؤسسې د لابراتوارونو د اړتیاوو ارزونې هیئت لیدنه وکړه.

په دغه ناسته کې د نوموړي هیئت ټولو غړو هر یو (محمد نعیم نظري، روح الله موحد، محمد عظیم شیرزوی، صفت الله پامیري ) او د یادې مؤسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار عبدالبصیر رحماني تر مشرۍ لاندې د تعلیم او تربیې پوهنځي د کیميا، بیولوژي او فزیک څانګو آمرینو او استادانو هم ګډون کړی و.

د فراه لوړو زده‌کړو په مؤسسه کې د شته‌وو لابراتوارونو د وضعیت په تړاو معلومات، د استادانو په همکارۍ د لابراتوارونو تجهیزاتو ته لیست جوړول، د لابراتوارونو اړتیاوو او داسې نورو موضوعاتو باندې عملأ کار وشو، تر څو په نږدې راتلونکي کې یاد تجهیزات او مواد رانیول شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته