د څېړنې او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال غوره څېړونکي وستايل شو
نن پنجشنبه په ۱۴۰۳/ ۲/ ۲۰ نېټه د فراه لوړو زده کړو موسسې د څېړنو او علمي مجلې امريت له لوري د ۱۴۰۲ کال تر ټولو غوره څېړونکي وستايل شو.
غونډه د قرانکريم په مبارکو اياتونو پيل شوه, ورپسې د څېړنو او علمي مجلې امر پوهنيار محمد حسين (مياخيل) د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او د څېړنو په ارزښت يې ګډونوالو ته ګټور معلومات ورکړل ترڅنګ يې نور استادان وهڅول تر څو په راتلونکي کې لا ډېرې ګټورې څېړنې وکړي تر څو په د څېړنو په برخه که نور هم مخکښ شو.
ورپسې د فراه لوړو زده کړو موسسې رئيس مولوي سميع الله (حقاني) غونډې ته وينا وکړه, نوموړي له استادانو مننه وکړه چې د خپلو نورو مسئوليتونو سره سره د څېړنې په برخه کې هم مخکښ دي, چې په تېر کال کې د څېړنو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرو.
د تېر کال غوره څېړونکو له ډلې څخه پوهنيار حامد (طيب) د فزيک څانګې استاد, پوهنيار حسيب الله (ايازي) د کيميا څانګې استاد, پوهنمل محمد حسين (فراهي) د رياضي څانګې, پوهنيار کاظم (نيکزاد) د اګرانومي څانګې استاد, پوهنيار عبدالبصير (رحماني) د پښتو څانګې استاد او پوهنيار عبدالرازق (رحماني) د يادې موسسې رئيس له لوري د ستاينليکونو په ورکړې سره ونازول شول.
د ستاينې ياده غونډه په دعا سره پای ته ورسيده.
در نشراتو مدیریت