د فراه ولایت د علم او فرهنګ مینهوالو ته ښه زیری!
د افغانستان د لوړو زدهکړو په تاریخ کې د فراه د لوړو زدهکړو مؤسسې د دولتي او خصوصي لوړو زدهکړو مؤسسو په کچه د اعتباراخیستنې په لومړي پړاو کې رقابت پيل کړ او ويېکولای شول چې په ۱۴۰۳ کال کې تر ټولو لوړې (۸۳٫۳۹) نمرې ترلاسه کړې.
چي د لوړو زدهکړو وزارت د ارزونې پلاوي د ۱۴۰۳ کال د غوايي/ثور میاشتې په پای کې له یادې مؤسسې څخه لیدنه وکړه او د دې ادارې د فعالیتونو اسناد او شواهد یې وڅېړل، چې د اعتباراخيستنې په برخه کې یې لومړی مقام خپل کړ.
بې له شکه چې دغه برياليتوب د مشرتابه پلاوي، د علمي او محصلانو چارو مرستيال، د مالي او اداري چارو مرستيال، د پوهنځيو رئيسانو، مديرانو، د مرکزي او فرعي کميټو مسؤلين ته به نېکمرغه وي، چې د دې مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني صاحب د نه ستړي کېدونکو هلوځلو پايله ده.
دا مهمه او ارزښتناکه لاسته راوړنه دې د يادي مؤسسې استادانو، کارکوونکو او د علم او فرهنګ ټولو مينهوالو ته دې مبارک وي او هیله لرم، چې موږ به د اعتباراخېستنې په راتلونکو پړاوونو کې هم دا مقام ترلاسه کړو.
د نشراتو مدیریت