د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي د دوه ګونو څانګو او عمومي مدیریتونو د ۱۴۰۳ کال کلني عملیاتي پلانونو د تطبیق ارزونه وشوه!

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۹:۴۸
د کرنې پوهنځي د پلانونو ارزونه

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې کرنې پوهنځي دوه ګونو څانګو او عمومي مدیریتونو د ۱۴۰۳ کال کلني عملیاتي پلانونو د تطبیق ارزونه وشوه.

غونډه د قاري عبدالخالق حقمل لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

وروسته د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالناصر صدیقي ګډونوالو ته وینا وکړه او د کرنې پوهنځي ټول پرسونل د ۱۴۰۳ کال بي دريغه هڅو، همغږۍ، ژمنتيا او نيک اخلاص د خپل مسؤلیتونو د ترسره کولو څخه مننه وکړه او په راتلونکې کال کې د لا ډير کوښښ غوښتنه وکړه.

وروسته له هغه د کرنې پوهنځي دوه ګونو څانګو او عمومي مدیریتونو په خپل وار سره د یاد کال د عملیاتي پلانونو د تطبیق او پلي کېدو څرنګوالی، د ترسره شویو فعالیتونو پایلې او لاسته راوړنې د پرزینتیشن په بڼه وړاندې کړل.

او په پای کې د کرنې پوهنځي ياد پرسونل راپورونه مثبت و ارزول شوه او ټول د ستاينليکونو په ورکړي سره وستايل شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵۱
Background image

د فراه پوهنتون د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان وستایل شوه!

د فراه پوهنتون څېړنو او علمي مجلې آمريت لخوا د ۱۴۰۳ کال غوره څېړونکي استادان د يوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوه او د استادانو مسلکي پرمختيا آمريت لخوا د په لاره اچول شوي لس ورځني (OBE -. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۵
Background image

د فراه پوهنتون احاطوي ديوال جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې

د فراه پوهنتون احاطوي دیوال د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د ۳۸۳۸ متره لومړي فاز کارونه یې بشپړ او اوس یې د دویم فاز چارې پیل شوې. د دې احاطوي دیوال په دویم فاز ۱۵ میلیونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

بیرته خبرونو ته