د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د شپږ میاشتني انګلیسي ژبې ښوونیز کورس پیل شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې استادانو د مسلکي ودې آمریت (PDC) لهخوا د یادې مؤسسې استادانو او اداري کارکوونکو لپاره د شپږ میاشتني انګلیسي ژبې ښوونیز کورس پیل شو.
د پرانېستنې په مراسمو کې د قرآن کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول.
وروسته استادانو او اداري کارکوونکو د دغه ښوونیز کورس له پیل څخه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه، چې دا یو ارزښتناک فرصت دی، چې باید ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
بیا دا کورس د یاد کورس د استاد پوهنیار حشمتالله ساراني لهخوا رسماً پیل شو.
یادونه:
یاد شپږ میاشتنی کورس به د ظرفیت لوړونې په موخه د هرې اوونۍ په دوو ورځو، دوشنبه او چهارشنبه، د استادانو او اداري کارکوونکو لپاره ترسره کېږي.