د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم حفظ الله او مل پلاوي راتګ.

farau_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۲۰:۵۹
photo

په ۱۵ / ۹ / ۱۴۰۲ نېتې باندې چې ۲۲ / جمادی الاول/ ۱۴۴۵ سره سمون خوري، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې ته د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم حفظ الله او مل پلاوي تشریف راوړ او د فراه لوړو زده‌کړو په ورزشي او فرهنګي جمنازیوم کې ترتيب شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د فراه ولایت د مقام مرستیال، د فراه ولایت علماوو شورا اداري مرستیال، علماوو کرامو او شیوخو، د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس، علمي او محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، آمرینو، استادانو، د دیني مدارسو استادانو, شاګردانو او محصلانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن‌کريم په تلاوت سره پيل سوه. ورپسې د فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس ښاغلي مولوي سمیع الله حقاني وینا وکړه. نوموړي پخپله وینا کې وويل:  ګرانو محصلانو او استادانو! موږ باید خپل اصلي هدف وپیژنو، چې هغه اعلای کلمة الله ده او د هغه لپاره کار کول دي. د دې تر څنګ ځانونه باید له هر ډول  تعصب څخه وساتو او  باید په هر دنده کې اخلاص ولرو.

وروسته د فراه د علماوو شورا مرستیال ښاغلي مولانا عبدالقوي حقاني خبرې وکړې او د ښاغلي وزیر صاحب ته یې د فراهي ولس ځینې غوښتنې وړاندې کړې، چې په هغې کې د خصوصي دیني مدرسو ته د اسنادو برابرول، فراه د لوړو زده‌کړو مؤسسه په پوهنتون باندې بدلول او همدارنګه د پوهنتون د احاطې دیوال شامل و. د خبرو په پای کې د ټولو استادانو او محصلانو څخه وغوښتل چې خپل اسلامي او عنعنوي ارزښتونو ته پابنده او ورباندې ولاړ وي. ورپسې د فراه ولايت مقام مرستیال مولوي عبدالکریم جهادیار وینا وکړه، نوموړي له حاضرینو څخه وغوښتل چې په خپل منځ کې یووالی ولري او له خپل آمر څخه اطاعت وکړي.

وروسته د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې علمي او محصلانو چارو مرستيال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني دریځ ته راغی او د ټولو استادانو په استازيتوب یې ښاغلي وزیر صاحب ته پوره ډاډ ورکړ، چې موږ ټول په پوره اخلاص او پاک نیت سره د دې اسلامي نظام ترشا ولاړ يو او او په دې برخه کې به هيڅکله له خپل هوډ څخه په شاه نه شو او ټول بايد هڅه وکړو چې خپل ګډ هدف ته ورسیږو.

په پای کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزير ښاغلي شیخ الحدیث والتفسیر مولوي ندا محمد ندیم خپله عالمانه وینا د غونډې ګډون‌والو ته وکړه. ښاغلي وزير صاحب پخپله وینا کې وویل: چې پر موږ او تاسو ټولو د اسلام او اسلامي نظام ساتنه لازمه ده او دا باید خپله وجیبه وګرځو؛ نو ستاسو ټولو څخه غواړم، چې تاسو د کفري هېوادونو توطئې او پروپاګند د خپل علم او ځېرکتيا په واسطه شنډ کړی او خپل افکار د دوی توطئو څخه وساتئ.

د استادانو څخه مې غوښتنه دا ده، چې ځوانان تاسو ته امانت دي، نو د دوی روزنه ستاسو اصلي هدف دی. ښاغلي نديم صاحب د وينا په پای کې د دې سفر موخه د فراه لوړو زده‌کړو مؤسسې د ستونزو اوریدل، د شیوخو کرامو او نورو مسؤلينو سره لیدنه یاده کړل.

د غونډې په وروستیو شېبو کې د یاد تحصیلي بنسټ د علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالبصیر رحماني او اداري او مالي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالنافع منیب ته ستاینلیکونه ورکړل شوه.

یاده غونډه د مولانا محمد حسین په دعا سره پای ته ورسیده.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسه د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست لخوا وستايل شوه!

د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو رياست، د ياد وزارت د ناستو په عمومي تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې د فراه لوړو زده کړو مؤسسه چې د هېواد په کچه يې د کيفيت لوړونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي محصلانو ته د (قرآن کريم له نظره د هدايت او ضلالت عوامل) ترسرلیک لاندې علمي سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې شرعياتو پوهنځي لخوا د يادې پوهنځي محصلانو ته د (قرآن کريم له نظره د هدايت او ضلالت عوامل ترسرلیک لاندې علمي سمينار د شرعياتو پوهنځي رئیس مفتي فيض اللّٰه فيضان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۱۱
Background image

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا (په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ارزښت او فضايل) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو!

د فراه لوړو زده کړو مؤسسې دعوت او ارشاد آمريت لخوا د يادې مؤسسې استادانو او اداري کارکونکو ته (په جماعت سره د لمانځه ادا کولو ارزښت او فضايل) ترسرلیک لاندې اصلاحي سمينار وړاندې شو.

سمي. . .

بیرته خبرونو ته